د رهبرۍ اړوند لس ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۵:۲۳
...

چهارشنبه( ۲ د جمادی الثاني ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معینیت د کارکوونکو چارو ریاست اړوند د ادارې د پراختيا او ظرفیت لوړونې آمریت له‌خوا د رهبرۍ تر عنوان لاندې لس ورځنی روزنیز پروګرام چې د یاد وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۵ تنو کارکوونکو لپاره جوړ شوی و، نن پای ته ورسېد.
يادو مراسمو کې د کارکوونکو چارو رئیس مولوي نقیب‌الله نعمان، د ظرفیت لوړونې او ادارې پراختیا آمر محمد عیسی خاطرزي او د ياد پروګرام ګډونوالو برخه اخیستې وه.
مراسم د قرآن عظیم‌الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شول، ورپسې د کارکوونکو د چارو رئیس مولوي نقیب‌الله نعمان وویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشرتابه تل هڅه کوي، چې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره لنډ مهاله او اوږد مهاله روزنیز پروګرامونه جوړ کړي، نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې له ورته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او د خپلو چارو د ښه‌والي لپاره یې وکاروي.
په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست له‌خوا ګډونوالو ته ستاينليکونه وویشل شول.
 مراسم د دعا په ويلو سره پای ته ورسېدل.

۱۴۰۳/۹/۱۴ هـ ش
۲۰۲۴/۱۲/۴ میلادي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS