د غور جام تاریخي منار د بیارغونې چارې پیل شوې
غور ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د آغاخان فرهنګي بنسټ استول شوي پلاوي د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی زعیم سره په لیدنه کې د جام تاریخي منار د بیارغونې او د لومړي پړاو د مرمت کولو په اړه خبرې وکړې.
د آغاخان فرهنګي بنسټ ولایتي همغږۍ مسئول امانالله صاحبزاده وویل: دغه پروژه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د آغاخان فرهنګي بنسټ او یونسکو ادارې په همغږۍ، د تخنیکي ټیمونو او متخصصو انجنیرانو تر څارنې لاندې پیل شوې ده او په لومړي پړاو کې به د منار پر بیارغونې او پیاوړتیا تمرکز وشي.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی زعیم هم د غور د تاریخي آثارو د ساتنې په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، یونسکو او د آغاخان فرهنګي بنسټ له همکاریو څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د دې ولایت سیمهییزه اداره به د تاریخي آثارو د ارزونې، بیارغونې او ثبت په ټولو پړاوونو کې له استول شویو ټیمونو سره بشپړه همکاري او لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د جام منار، چې د دهلي له قطب منار وروسته د نړۍ دویم لوړ د خښتو منار ګڼل کېږي، ۶۳ متره لوړوالی لري او د غوریانو د واکمنۍ د دورې له ارزښتناکو تاریخي یادګارونو څخه دی. دغه منار په وروستیو کلونو کې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوی و، چې اساسي بیارغونې او ساتنې ته اړتیا لري.
۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق
