د لرغون پوهنې ریاست مسلکي پلاوي  کندوز ولایت ته سفر وکړ

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۴:۱
....

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند اړوند لرغون ‌پوهنې ریاست مسلکي پلاوي د کندوز ولايت اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر آمریت د مسؤلینو په ملتیا د قلعه زال ولسوالۍ لرغونو سیمو د وضعیت څیړلو په موخه سفر وکړ. 
د فرهنګ او هنر آمر د دې سفر موخه د قلعه زال د تاریخي سیمو مسلکي او فني ارزونه وبلله او ویې ویل: په کندوز کې د ټولو تاریخي او لرغونو آثارو ساتنه د فرهنګ او هنر آمریت اساسي دنده ده او هېڅ حقیقي یا حکمي بنسټ ته به اجازه ور نه کړل شي چې دا سیمې غصب یا ویجاړې کړي.
د کندوز د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلین په وینا؛ اوس‌ مهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۲ لرغونې سیمې ثبت او راجستر دي، چې د خوندیتوب په موخه یې وخت په وخت ارزونې او څارنې ترسره کېږي.
مسؤلینو زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي میراثونو د ساتنې او ژغورنې په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او د دې ارزښتمنو شتمنیو د قانوني خوندیتوب لپاره به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

۱۴۴۷/۴/۱ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۹:۵۲
Background image

د زمري ۲۴مې د نمانځنې په موخه مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د زمري ۲۴مې (د فتحې) ورځې د غوره نمانځنې په موخه د بېلابیلو ادارو استازو په شتون کې  د ټاکل شوي کمیټې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۹:۴۱
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د ۳۰۰ کلن تاریخي آثار وسپارل شول

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ اړوند د فرشقان کلان کلي کې ۷ قلمه تاريخي آثار چې شاوخوا ۳۰۰ کاله تاريخي مخينه لري کشف شوي دي، چې د یاد کلي د اوسیدونکو له لوري د دې ولایت د اطلاعاتو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۴۳
Background image

لغمان کې د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي په مشرۍ ددې ولایت د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په ناسته کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې. . .

BACK TO NEWS