د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کميسيون خبرتیا!
ټولو اصنافو ( دوکانونو، استوګنځایونو، سوداګریزو مرکزونو، موسساتو او اړوند بنسټونو) ته خبر ورکول کیږي، هغه لیکدړې/لوحې او تابلوګانې، چې د بهرنیو ژبو عبارات او اصطلاحات پکې کارول شوي دي او د شرعی اصولو خلاف عکسونه، د متن منځپانګه، ناسم جوړښت ولري او په نامناسبو ځایونو کې ځوړند شوي وي، له مالکینو یې غوښتنه ده، چې لیکل یې د هېواد په رسمي او ملي ژبو ترسره کړي.
د یادولو وړ ده، چې ځینې هغه اصطلاحات او عبارتونه چې زموږ په رسمي او ملي ژبو کې بدیل نه لري، لیکل یې مستثنی دي.
په همدې بنسټ د لیکدړو او تابلوګانو د اصلاح کمیسیون چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او بیلا بیلو حکومتي ادارو څخه جوړ شوی کړنې یې د لوحو او د اعلاناتو د تابلوګانو څارنه، سموونه، او په یادو برخو کې د قانون پلي کول دي. کمیسیون خپلې چارې په کابل ښار کې پیل کړي او په ولایتونو کې هم د ولایتي کميټو لخوا چارې پرمخ وړل کیږي.