د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون نوبتي غونډه وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۱:۳۲
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه.
 د غونډې په پیل کې د کمېسیون د منشي له لوري د تیرو پریکړو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې شول. 
همدا راز په دې غونډه کې د کابل نړیوال هوايي ډګر اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو اصلاحي راپور د تطبیق په موخه تایید شو او د ۲۰۰ نويو کلمو او اصطلاحاتو معیاري بدیل موندنې په موخه پریکړه وشوه، چې د افغانستان علومو آکاډمۍ او کابل پوهنتون استازو ته وسپارل شول، تر څنګ يې د کېمسیون ساحوي پروګرامونو کې بهرنیو او بي مفهومه اصطلاحاتو او کلمو د پیژندنې پر اړتیا ټینګار وشو.
د یادونې وړ ده، چې د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح پروګرامونو د لا ښه والي په موخه د کميسيون غړو هم د بېلابیلو موضوعاتو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

۱۴۴۷/۴/۱۵ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۴
Background image

ځوانانو ته د آنلاین او سوداګرۍ زده کړو مرکز پرانېستل شو

د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست، د اکتید مؤسسې په مالي همکارۍ، د دې ولایت ۱۷۴ تنو ځوانانو لپاره د آنلاین او سوداګرۍ زدهدکړو زمینه برابره کړه.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس د دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۳۵
Background image

په هرات کې د فکري ویښتیا، اسلامي ارزښتونو او اوولسمې ګڼې فرمان په اړه علمي کنفرانس جوړ شو

هرات کې د ځوانانو چارو آمریت له لوري دویم علمي کنفرانس د «فکري ویښتیا، د اسلامي ارزښتونو بنسټیز کول او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان» تر سرلیک لاندې جوړ شو.
د هرات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۳:۰
Background image

په اسلامي نظام کې د خبریالانو د مسلکي او فکري ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو

تخار کې «په اسلامي نظام کې د خبریالانو مسلکي او فکري ظرفیت لوړونه» تر سرلیک لاندې روزنیز سیمینار د خبریالانو د مسلکي، فکري او تخصصي ظرفیت لوړولو، د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ. . .

BACK TO NEWS