د ناوړه رواجونو او انساني قاچاق د مخنيوي لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو په اړه له رسنيو او د سياسي چارو شنونکو سره د همغږۍ غونډه وشوه
چهارشنبه( ۱۵ د ربيع الثاني ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست له لوري د ناوړه رواجونو او انساني قاچاق د مخنيوي لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو په اړه له رسنيو او د سياسي چارو شنونکو سره د همغږۍ غونډه وشوه، چې پکې د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت رئيسانو، د سياسي چارو کارپوهانو، د رسنيو مسؤلينو او خبريالانو ګډون کړی وو.
د غونډې په پيل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي رئيس مولوي رحمت الله نړيوال د اړوندو موضوعاتو په اړه معلومات شريک کړل.
د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي صاحب د خپلې وينا په ترڅ کې وويل: د ټولنې د اصلاح اساسي شرط د ځان اصلاح ده، د ناوړه رواجونو او انساني قاچاق د مخنيوي په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمانونه د ټولنې په هر قشر تطبيقېږي، بانفوذه خلک بايد د فرمانونو تطبيق ته ډېره پاملرنه وکړي، ځکه د ټولنې خلک له دوی څخه تقليد کوي.
ښاغلي فراهي صاحب غوښتنه وکړه، چې ټول بايد د فرمانونو په تطبيق کې د زړه له تله کار وکړي، تر څو ټولنه د ناوړه دودونو له اضرارو څخه وساتو، د خلکو ذهنيت بايد بدل شي، په دې برخه کې رسنۍ لوی مسؤليت لري، باید د عامه پوهاوي برخې ته وسعت ورکړي.
ورپسې د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد د ناوړه دودونو او انساني قاچاق په اضرارو خبرې وکړې او د رسنيو له مسؤلينو او د سياسي چارو له کارپوهانو څخه يې غوښتنه وکړه، چې د ناوړه دودونو او انساني قاچاق د مخنيوي په اړه په پراخه کچه عامه پوهاوی وکړي.
د غونډې ګډونوالو د غونډې د موضوعاتو په اړه د بېلابېلو اړخونو په مسؤليتونو خبرې وکړې او ډاډ يې ورکړ، چې په ټولنه کې به د ناوړه دودونو او انساني قاچاق د مخنيوي او اضرارو په اړه عامه پوهاوی ترسره کړي.
۱۴۰۴/۷/۱۶ ھـ ل
