د هېواد د کلتوري میراثونو د ساتنې په تړاو علمي ـ څېړنيز سیمینار جوړ شو
سه شنبه ( ۱۴۴۷ د شعبان ۸) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معينيت د خلکو د کلتور رياست له لوري، د ESA تعليمي، ټولنيز او کرنيز بنسټ په همکارۍ، د هېواد د کلتوري میراثونو د ساتنې په تړاو علمي ـ څېړنيز سیمینار ترسره شو.
په دغه سیمینار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال، د خپرونو چارو معين مهاجر فراهي، د فرهنګ او هنر معين مولوي عتيق الله عزيزي، د ياد وزارت رئيسانو، د بهرنيو هېوادونو سفيرانو، ديپلوماتانو او کلتوري اتشو، د بنسټونو استازو، استادانو، څېړونکو، د رسنيو مسؤلينو او خبريالانو ګډون کړی وو.
د سیمینار په پيل کې د خلکو د کلتور رئيس حافظ سيف الرحمن محمدي د سیمینار د جوړېدو په تړاو مفصل معلومات وړاندې کړل او ويې ويل: دغه سیمینار دوه برخې لري، لومړۍ برخه د مسؤلینو ويناوې دي، چې د کلتوري میراثونو د ساتنې او پالنې په اړه دي او دويمه برخه يې د کلتوري میراثونو په اړه څېړنيزې مقالې دي.
د سیمینار په لومړۍ برخه کې د فرهنګ او هنر معين مولوي عتيق الله عزيزي د کلتوري میراثونو په اړه وينا وکړه او ويې ويل: کلتوري میراثونه يوازې د يوه هېواد پورې نه اړه لري، بلکې ملي او نړيوال ګډ ارزښتونه دي، چې د هېوادونو ترمنځ د يووالي او همغږۍ لامل ګرځي، افغانستان د کلتوري میراثونو له پلوه يو شتمن هېواد دی، خو په تېرو پنځو لسيزو کې جګړو او اشغال دغو میراثونو ته نه جبرانېدونکي زيانونه اړولي دي، له نېکه مرغه د اسلامي امارت له بريا وروسته، د امنيت، اقتصاد، ثبات او د نظام د ټينګښت تر څنګ، کلتوري میراثونو ته هم جدي پاملرنه شوې ده، اسلامي امارت په تېرو څو کلونو کې د زرګونو کلتوري میراثونو د قاچاق او غصب مخه نيولې، آثار يې ملي موزيم او ولايتي موزيمونو ته سپارلي دي، مولوي عزيزي له بهرنيو هېوادونو او بنسټونو وغوښتل، چې د کلتوري میراثونو په ساتنه، ټينګښت او نندارې کې همکاري وکړي او خپلې تجربې شريکې کړي.
همدارنګه د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال د کلتوري میراثونو د ارزښت او د سیمینار د اهميت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: کلتوري میراثونه د تېر تاريخ څرګندونه کوي، د اسلامي امارت مسؤلين د کلتوري میراثونو ساتنې او پالنې ته ځانګړې پاملرنه لري.
د سیمینار په دويمه برخه کې د عامه کتابتونونو رئيس دوکتور رفيع الله صميم د خپلې مقالې: «د اسلام په مبارک دين کې د کلتوري میراثونو ځای او ارزښت» معلومات وړاندې کړل، همدارنګه ليکوال او څېړونکي پوهنیار فريد احمد حنيف خپله مقاله «په اسلامي فقهه او نړيوالو کنوانسيونونو کې د کلتوري میراثونو د ملاتړ لارې چارې» او ليکوال او څېړونکي مولوي عبدالحق حماد د «په کلتوري ميراثونو د جګړې اغېزې» استاد، ليکوال او څېړونکي خيبر خيبر د «اقتصاد د پياوړتيا په برخه کې د کلتوري میراثونو رول» همدارنګه د ژبو د عالي شورا غړي استاد محمد صديق پتنگ «د هېواد کلتوري میراثونو ته لنډه کتنه» او په پای کې ليکوال او څېړونکي يونس تنوير د «کلتوري میراثونو د ساتنې او پالنې په برخه کې د ټولنې مسؤليتونه» تر سرليک لاندې مفصل معلومات وړاندې کړل.
د يادونې وړ ده، چې د سیمینار په وروستۍ برخه کې د فرهنګ او هنر معينيت د لرغون پېژندنې رياست له لوري د جام منار مستند هم نندارې ته وړاندې شو.
۱۴۰۴/۱۱/۷ هـ ل
