د پوهنې وزارت د زده کوونکو چارو رئيس د کلتور او هنر معين سره وکتل
د پوهنې وزارت د زده کوونکو چارو رياست رئيس استاد حبیب الله خالد د زده کوونکو د علمي سفرونو په اړه نن د اطلاتو او کلتور وزارت کلتور او هنر معين مولوي عتيق الله عزیزي سره د نوموړي په دفتر کې وکتل.
استاد حبيب الله خالد وويل، د زده کوونکو چارو رياست د پوهنې وزارت په چوکاټ کې نوی تشکيل شوی دی، چې د ښوونځيو د با استعداده زده کوونکو ترمنځ به د فقې، احاديثو او علمي مقالو سيالۍ جوړوي، همداراز به د کتاب لوستنې، تیاتر او ملي ارزښتونو ترڅنګ د علمي سفرونو لړۍ شروع کړي، چې زده کوونکو ته به د افغانستان د تاريخي سيمو او تاريخي اثارو په اړه معلومات ورکول کيږي.
نوموړي د کلتور او هنر له معين څخه د یاد معينيت اړوند کارونو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کلتور او هنر معين مولوي عتيق الله عزیزي د ياد ریاست د کارونو او پلانونو د ستايلو ترڅنګ د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې د هېواد راتلونکی نسل بايد په اسلامي افکارو وروزل شي.
۱۴۴۴/۱۱/۱۱ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۱۰ هـ ش