د ځوانانو نړیوالې ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیر پیغام

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۳ - ۸:۲۲
د ځوانانو نړیوالې ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیر پی

زموږ د ګران هېواد افغانستان ټولو ځوانانو ته د زړه له تله  د ځوانانو نړیوالې ورځې مبارکي وایم. سږکال  موږ دا بختوره ورځ په داسې شرایطو کې نمانځو چې په هېواد کې  تلپاتې او باعزتې سولې ته د رسېدولپاره هڅې او کوښښونه ډېر شوي دي او لا ښه سمون یې موندلی دی. د سولې لویې مشورتي جرګې چې څو ورځې وړاندې په کابل کې جوړه شوه او په هغې کې د ځوانانو په ګډون د افغانستان دخلکو د بېلابېلو قشرونو استازیو ګډون کړی و، سولې ته د رسېدو په لاره کې تاریخي او برخلیک ټاکونکې پرېکړې وکړې.

له هر راز شک پرته، ځوانان د سولې په  بهیر کې برخلیک ټاکونکی نقش لري او د هغوی له فعال، پراخ او خلاق ګډون پرته په هېواد کې سوله ټینګېدای نه شي. د افغانستان خلک هیله من دي چې د ځوانانو په فعال ګډون سره په هېواد کې تلپاتې سوله بسیا شي. همدارنګه د ځوانانو رول او نقش سولې ته له رسېدو په وروسته پړاو کې، چې موږ ته د هېواد د اقتصادي جوړښتونو بیارغاول او پرمختګ ورکول راترغاړي دي،  هم ستر او ان برخلیک ټاکونکی دی. باور لرو چې زموږ ځوانان به د وطندوستۍ په اوچتې روحیې سره هم د سولې  د ټینګېدو په  بهیرکې او هم له جګړې د راپاتې ویجاړیو په بیارغاونه کې خپل نقش، مسوولیت او رسالت په ډېره ښه توګه سر ته ورسوي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهوررییس جلالتمآب محمد اشرف غني د ځوانانو نړیوالې ورځې په مناسبت  په خپل پیغام کې وویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معینیت د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر ته لېږدول کېږي او د ځوانانو پیاوړتیا په برخه کې به د جمهوررییس د ځانګړي  دستیار بست هم جوړ شي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جلالتمآب جمهوررییس همدارنګه ځوانانو ته زېری ورکړ چې  تر پنځه څلوېښتو ورځو پورې به د ځوانانو عالي شورا هم جوړه شي او لومړۍ غونډه به یې راوبلل شي او په هغې کې به د هېواد د ټولو ولایتونو د ځوانانو استازي ګډون وکړي. همدارنګه د نوښتګرو ځوانانو د نوښتونو د ملاتړ لپاره به یو صندوق هم جوړ شي.

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دا نوښتونه او پرېکړې د هېواد ځوانانو ته د جلالتمآب جمهوررییس د ځانګړې پاملرنې ښکارندوی بولي، هرکلی، ننګه او ملاتړ یې کوي.

په پای کې یو خل بیا د هېواد ځوانانو ته د ځوانانو نړیوالې ورځې مبارکي وایم او د لوی خدای له درباره هغوی ته د ژوندانه په ټولو برخو کې د لاډېرو بریاوو هیله کوم.
کابل/ د زمري ۲۲ مه / باختر

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې، د کمېسیون منشي د یاد کمېسیون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۴۷
Background image

کاپیسا کې د ژورنالیستانو د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د کاپیسا کې د ژورنالیستانو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د رسنیزو اخلاقو او د ژورنالیزم اړوندو برخو کې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

په کاپیسا کې ۷۰۰ تنو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د حصه اول ولسوالۍ د رضاکارو ځوانانو د کمیټې په همکارۍ، په دغې ولسوالۍ کې د البیروني پوهنتون ترڅنګ د بې وزله ځوانانو لپاره وړیا ښوونیز مرکز جوړ. . .

BACK TO NEWS