د کتاب نړیوال نندارتون جوړېږي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۷ - ۸:۵۰
د کتاب نړیوال نندارتون جوړېږي

د اتفاق په درشل کې (در آستانهء اتفاق) ترنامه لاندې د کتاب نړیوال نندارتون ډېر ژر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت په نوښت جوړېږي
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په مقدماتي ناسته کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين عبدالمنان شېوای شرق په مشرۍ جوړه شوه او د ناشرانو اتحاديې او د بیهقي ریاست استازو، لیکوالانو او یوشمېر ناشرانو ګډون لاره؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين وویل چې دغه نندارتون به په هېواد کې د کتاب له نورو نندارتونونو سره په توپیر او په ځانګړي توګه جوړ شي.
د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين د څرګندونو له مخې؛ دغه نندارتون به له یوې اوونۍ څخه زیات د کتاب د مینه والو پرمخ پرانيستی وي او کورني او بهرني خپروونکي کولای شي خپل مطبوع آثار نندارې ته وړاندې کړي.
د دغه نندارتون د جوړولو وخت او سیمه به په راتلونکې ناسته کې تصویب شي.
کابل/ د کب ٦مه/ باختر

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې، د کمېسیون منشي د یاد کمېسیون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۴۷
Background image

کاپیسا کې د ژورنالیستانو د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د کاپیسا کې د ژورنالیستانو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د رسنیزو اخلاقو او د ژورنالیزم اړوندو برخو کې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

په کاپیسا کې ۷۰۰ تنو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د حصه اول ولسوالۍ د رضاکارو ځوانانو د کمیټې په همکارۍ، په دغې ولسوالۍ کې د البیروني پوهنتون ترڅنګ د بې وزله ځوانانو لپاره وړیا ښوونیز مرکز جوړ. . .

BACK TO NEWS