سلګونو تنو ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۹:۵۵
..

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست په ګردیز او بېلابېلو ولسوالیو کې سلګونو تنو ځوانانو ته په وړیا ښوونيزو مرکزونو کې د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د مسؤلینو په وینا دا ځل په درې میاشتنۍ وړیا زده کړیزه دوره کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنو ځوانانو ته د دیني، فکري، کمپیوټرپروګرامونو، انګلیسي ژبې، املا او انشاء ترڅنګ د ساینسي مضامینو د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې هم مهاله پکتیا کې رسنیزو سرغړونو ته د رسیدنې ولایتي کمېټې د همغږۍ ناسته هم شوې ده، په دې ناسته کې د یو شمېر ستونزو د حل په موخه د بحث ترڅنګ پریکړه وشوه، چې په نږدې راتلوونکې کې د سیمه ییزو رسنیو د کار کوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز پروګرامونه هم پلي شي.

۱۴۴۷/۷/۱۶ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اسلامي فرهنګ په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۵
Background image

د عامه کتابتون تالارونه به د شپې تر لسو بجو پرانیستی وي

 د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وایي، چې له دې وروسته به د عامه کتابتونون تالارونه د پوهې، څېړنې او مطالعې مینوالو پر مخ دشپې تر لسو بجو پرانیستی وي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

BACK TO NEWS