صيام او کارو بار ډاکترانوخدماتي بنسټونو داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرسته وستايله.

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۸ - ۹:۳۵
صيام او کارو بار ډاکترانوخدماتي بنسټونو داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرسته وستايله.


دصيام او دکاراو بار ډاکټرانو (Bussiness Doctors  خدماتي شرکتونو رييسانو نن داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له سرپرستې حسينې ساپۍ سره وکتل اوهغى ته يې ددغو بنسټونو دستاينې لوحې ور.
دباختراژانس  دخبرله مخې،  په دې کتنه کې  د کاروبارډاکټرانو
Bussiness Doctors  دبنسټ  رييس صيام پسرلي او دصيام خدماتي شرکت  رييسې سپوږمۍ  صيام داړوندو بنسټونودفعاليتونوپه اړه معلومات ورکړل .
هغوى وويل: دښځې دنړيوالې اوونۍ اودکار او تحصيل په نندارتون کې  چې دصيام خدماتي  شرکت او کاراوبار ډاکټرانو شرکت ديوشمېر  نورو بنسټونو  په همکارى  جوړ کړى و په بېلابېلو برخو کې ديوشمېر مخکښو ښځو فعاليتونه وستايل شول او درهبرۍ او دولت په برخو کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې  فعاليتونه وټاکل شول
هغوى دستاينې لوحې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې ته ورکړې او داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له سرپرستې  يې وغوښتل چې ددوى له بنسټونو سره همکاري وکړي او ددغو بنسټونو په پروګرامونوکې چې دښځو او ځوانانو دفعاليتونو دستاينې په اړوندجوړېږي ، ګډون وکړي .
حسينې ساپۍ ددغو بنسټونو له رييسانو څخه مننه وکړه او دښځې دنړيوالې اوونۍ اودکار او تحصيل نندارتون او نوروپروګرامونو د جوړولو چې  ځوانانو اوښځو ته دکارمناسب فرصتونه برابروي ، قدرداني وکړه اوله هغوى سره يې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت همکاري  او ملاتړڅرګندکړ.
کابل /دسلواغې ٧مه / باختر

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې، د کمېسیون منشي د یاد کمېسیون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۴۷
Background image

کاپیسا کې د ژورنالیستانو د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د کاپیسا کې د ژورنالیستانو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د رسنیزو اخلاقو او د ژورنالیزم اړوندو برخو کې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

په کاپیسا کې ۷۰۰ تنو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د حصه اول ولسوالۍ د رضاکارو ځوانانو د کمیټې په همکارۍ، په دغې ولسوالۍ کې د البیروني پوهنتون ترڅنګ د بې وزله ځوانانو لپاره وړیا ښوونیز مرکز جوړ. . .

BACK TO NEWS