عبدالمنان شېواى شرق: اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د حساب ورکولو، شفافيت او ښې حکومتوالۍ لاره پرانيستونکى دى

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۵ - ۸:۵۴
عبدالمنان شېواى شرق: اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د حساب ورکولو، شفافيت او ښې حکومتوالۍ لاره پرانيستونکى دى


اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړوند د پوهاوي ورکولو غونډه نن په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې جوړه ش
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛ دغه غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اطلاع رسونې مرجع، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون په همکارۍ جوړه کړه.
د غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېواى شرق اطلاعاتو ته د لاسري قانون په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون چې په ٦ فصلونو او ٤١ مادو کې نافذ دى؛ کولاى شي په افغانستان کې د حساب ورکولو، شفافيت او ښې حکومتوالۍ لاره پرانيستونکى وګڼل شي.
هغه زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پراختيا او خپرونو په لاره کې د صوتي او تصويري رسنيو له لارې اطلاع رسونې او پوهاوي ورکولو ته ژمن دى او په دې برخه کې زياتې هلې ځلې کوي.
وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مرستيالې نجيبې مرام په خبروکې وويل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړوند عدالت غوښتنه او پوهاوي ورکول د دغه کمېسيون له کارونو څخه دي.
هغې زياته کړه چې اطلاعاتو ته لاسرسى ښې حکومتوالۍ، شفافيت او حساب ورکولو ته زمينه برابروي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون غړې زهرا موسوي هم اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ازرښت په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل چې اطلاعاتو ته لاسرسى، د ادارو د چارو د ښه والي لپاره اغېزمن دى.
په همدې ترتيب اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون تخنيکي سلاکار ولي الله مصباح  اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه تصويري معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې د نړۍ د ١٣٠ هېوادونو ترمنځ د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون لومړى مقام ګټلى دى.
هغه وويل چې اطلاعاتو ته لاسرسى په تصميم نيونو کې د خلکو د مشارکت زمينه برابروي او د ادارو د چارو د ښه والي سبب کېږي
کابل/ د کب ٤مه/ باختر
.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې، د کمېسیون منشي د یاد کمېسیون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۴۷
Background image

کاپیسا کې د ژورنالیستانو د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د کاپیسا کې د ژورنالیستانو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د رسنیزو اخلاقو او د ژورنالیزم اړوندو برخو کې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

په کاپیسا کې ۷۰۰ تنو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د حصه اول ولسوالۍ د رضاکارو ځوانانو د کمیټې په همکارۍ، په دغې ولسوالۍ کې د البیروني پوهنتون ترڅنګ د بې وزله ځوانانو لپاره وړیا ښوونیز مرکز جوړ. . .

BACK TO NEWS