فاریاب کې د (وینا هنر) سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۵:۱۶
..

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او البرز علمي او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو چې د ځوانانو ترمنځ د (وینا هنر) سیالي ترسره شوې وه، پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د دغې سیالۍ موخه د ځوان نسل علمي وړتیاوو لوړول، کتاب لوستنې ته هڅول او د زده‌کوونکو په ځان باور زیاتول وو.
ګډونوالو د داسې پروګرامونو له جوړېدو د خوښي څرګندولو ترڅنګ له مسؤلینو څخه د ځوانانو فرهنګي او ښوونیزو اړتیاوو ته د لا زیات پام کولو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې سیالۍ اتو تنو مخکښو ګډونوالو ته بېلابېلې مادي او معنوي ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۷/۱۱/۸ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۱
Background image

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه ترسره شوه

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور په مشرۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو او ویاندویانو، د رسنیو استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ د بېلابېلو رسنیو له مسؤولینو او استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د رسنیو د فعالیتونو، د کره او پر وخت معلوماتو د خپرولو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

لوګر کې د فکري او اغېزمنو پروګرامونو خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري په دې ولایت کې د فکري او اغیزمنو پروګرامونو جوړولو او خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول.
د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS