لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو یو شمېر کشف شوي تاریخي اثار ترلاسه شول
پنج شنبه ( ۱۸ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هغه کشف شوي تاریخي اثار او مجسمې ترلاسه کړې چې د الینګار ولسوالۍ په کُلمان دره کې د خلکو لخوا د کیندنو پرمهال ترلاسه شوي وو.
دغه تاریخي اثارو کې یوه مجسمه، یو زمری او یوه چاینکه شامل دي، چې قدامت یې زرګونه کلونه پخوانی دی.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي چې د کلتور او ګرځندوی آمر، د الینګار امینتي مرستیال او د تاریخي آبداتو عمومي مدیر یې ملتیا کوله یادې سیمې ته لاړل او سيمه يې له نږدې ولیده.
ښاغلي رسولي وویل: په دغه سیمه کې کشف شوي تاریخي اثار یې ترلاسه کړل او تر دوهمې خبرتیا پورې یې خلک له کار کولو منعه کړل.
نوموړي زياته کړه؛ تاریخي اثارو ته په کتو دا ځای تاریخي ارزښت لري چې د وزارت د لارښوونې سره سم به یې له ځان سره ثبت کړي.