محمد طاهر زهير: دوه زره خصوصي رسنيو اونورو رسانه يي بنسټونو د مالياتو له ورکولو څخه د تېښتې په دليل د خپلو فعاليتونو جوازونه نه دي تمديد

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۵ - ۹:۴۸
محمد طاهر زهير: دوه زره خصوصي رسنيو اونورو رسانه يي بنسټونو د مالياتو له ورکولو څخه د تېښتې په دليل د خپلو فعاليتونو جوازونه نه دي تمديد


د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست  محمد طاهر زهير نن د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د((عايداتي سرچينود پېژندنه اوترې ګټه اخيستنه )) غونډه کې څرګنده کړه چې دوه زره خصوصي رسنيو اونورو رسانه يي بنسټونو د مالياتو له ورکولو څخه  د تېښتې په دليل  د خپلو فعاليتونو جوازونه نه دي تمديد کړي .
د باختراژانس د خبرله مخې،  په دې غونډه کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست  ټينګار وکړ که چېرې  د خصوصي رسنيو خاوندان خپل جوازونه  تمديد نه کړي،  له هغوى سره به قانوني چلند وشي .
دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د بېلابېلو برخو رييسانو  د دغه وزارت  د عوايدو  د لوړولو په لاره کې  خپلې نظريې اوپيشنهادونه وړاندې کړل.
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست  وويل: موږ  هغه وخت کولاى شوچې د موزيم ، افغان اعلاناتو ،مطبعو، هوټلدارۍ ، ګرځندوى او افغان فلم عوايد زيات کړوچې له خصوصي برخې سره  سيالي وکړو.
هغه وويل: د دغه وزارت ټولې عايداتي څانګې دې  د عوايدو د لوړولو په خاطر خپلې طرحې اوپيشنهادونه وړاندې کړي او  د ملي موزيم  له رييس څخه يې وغوښتل  چې د عوايدو د راټولولو لپاره دې  درې هراړخيزې طرحې وړاندې کړي.
د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت سرپرست د ازادي مطبعو د بې سرنوشتۍ په باب وويل چې بايد دغه مطبعه په اطلاعاتواوفرهنګ وزارت پورې مربوط شي.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  مالي، اداري او ګرځندوي  معينې پوهنيارې سيدې مژګان  مصطفوي وويل چې په ر وان کال کې د کرونا ويروس د خپرېدو د بحران له امله  د ګرځندوى  د برخې عوايد لږ وو ، او هيله ده  چې  په راتلونکو پنځو مياشتوکې  د عوايدو د راټولولو کچه  لوړه شي .
هغې  د دغه وزارت له عايداتي رياستونوڅخه وغوښتل چې د ١٤٠٠ کال لپاره دې د عوايدو د راټولولو هراړخيزپلان اوطرحې وړاندې کړي .
مصطفوي وويل چې بېلابېل بنسټونه د اطلاعاتواوفرهنګ له وزارت څخه په لسګونه مليونه افغانۍ  پوروړي دي  او له دغوبنسټونوڅخه يې وغوښتل  چې پور پيسې بايد ډېر ژر ورکړي .
د غونډې په پاى کې  د عوايدو د راټولولو په بهير کې  د اسانتياوو د رامنځته کولو په مقصد څلور کسيزه کمېټه جوړه شوه او دغه کمېټه به له مالېې وزارت سره په همغږى کې  کارکوي .   کابل/ دزمري٤مه /باختر

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې، د کمېسیون منشي د یاد کمېسیون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۴۷
Background image

کاپیسا کې د ژورنالیستانو د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د کاپیسا کې د ژورنالیستانو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د رسنیزو اخلاقو او د ژورنالیزم اړوندو برخو کې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

په کاپیسا کې ۷۰۰ تنو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د حصه اول ولسوالۍ د رضاکارو ځوانانو د کمیټې په همکارۍ، په دغې ولسوالۍ کې د البیروني پوهنتون ترڅنګ د بې وزله ځوانانو لپاره وړیا ښوونیز مرکز جوړ. . .

BACK TO NEWS