ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۴
..

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نارنج ګل دودیزه مشاعره د زرګونو ګډونوالو په شتون کې ترسره شوه، چې پکې د امارتي ادارو یو شمېر مسؤلینو، د ختیځ زون د زرګونه ولسونو سربېره د مرکز کابل او ګڼو نورو ولایاتو څخه راغلو د شعر او ادب مینوالو هم ګډون کړی و.
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي ذبیح الله نوراني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له شاعرانو څخه وغوښتل چې خپلو اشعارو کې دې یووالي، د هېواد آبادۍ او د افغان اصل فرهنګ د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.
مشاعره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي هم شعر د ولس غږ وباله او له شاعرانو څخه یې وغوښتل چې خپل اشعار دې د هېواد د ابادۍ او په بېلابېلو برخو کې د ولسونو د عامه پوهاوي لپاره ووایي.
یاده مشاعره کې ګڼ شمېر شاعرانو او ترنم کوونکو خپل ترتیب کړي حماسي او هېوادني اشعار په پوره ډاډمنه فضا کې ګډونوالو ته واورول، چې د ګډونوالو له تود هر کلي سره مخ شول.
د نارنج ګل دودیزه مشاعره چې هر کال د حمل په میاشت کې د ولسونو په پراخ ګډون سره ترسره کېده، سږ کال د اورښتونو او سېلابونو له امله د ثور میاشت کې ترسره شوه.

۱۴۴۷/۱۱/۱۸ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۶
Background image

سرپل کې د کتاب او مطالعې اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ د عامه کتابتونونو په تالار کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کتاب او مطالعې اړوند علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې له دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۱۲
Background image

ملي موزیم

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې په ملي موزیم کې ۸۰۰ قلمه بېلابېل تاریخي آثار ترمیم، وقایه او پاکاري شوي او همدارنګه د لوګر، غزني، هرات او فاریاب په سیمه‌ییزو موزیمونو کې ۶۳۰ قلمه نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۷
Background image

لرغونې سیمې

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې ملي موزیم، ملي لابراتوار او د لوګر او ننګرهار ولایتونو سيمه‌ييزو موزیمونو ته (۱۹۵۳) قلمه لرغونې آثار انتقال شوي دي.
په یاده موده کې د کابل له بالاحصار څخه. . .

BACK TO NEWS