وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه سلګونه تنه ځوانان فارغ شول
د نیمروز او روزګان ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو اړوند ښوونیز مرکزونو څخه نږدې ۲۵۰ تنه ځوانان د کمپیوټر او انګلیسي ژبې له ټولګیو څخه فارغ شول.
مسؤلینو وویل: د ځوانانو علمي مهارتونه پیاوړي کول د وخت غوښتنه ده، د ټولنې د پرمختګ په موخه د نویو ژبو او مهارتونو زده کړه اړینه ده او زده کړې د هر فرد او ټولنې د پرمختګ بنسټ دی.
دغه راز مسؤلینو د دیني او عصري علومو د زده کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: ځوانان د هېواد د پرمختګ په برخه کې اړین رول لري، دوی له ځوانانو څخه وغوښتل چې د هېواد د پرمختګ په موخه د دیني او عصري علومو زده کړو ته مخه کړي او له شته فرصتونو څخه استفاده وکړي.
فارغ شویو ځوانان د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسؤلینو څخه مننه وکړه او د ورته زده کړییزو فرصتونو د پراختیا او پیاوړتیا غوښتونکي شول.
۱۴۴۷/۹/۲ هـ ق
