په سپین بولدک ولسوالۍ کې له لیکوالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۲:۶
..

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي انعام الله سمنګاني، د هنر او فرهنګ آمر په ملتیا سپین بولدک ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د سپین بولدک په عامه کتابتون کې د همدې ولسوالۍ له لیکوالانو، شاعرانو او ترنم کوونکو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
ناسته کې ګډونوالو د دغې ولسوالۍ د فرهنګي فعالیتونو، ادبي بهیرونو، د ادبي مرکزونو د پیاوړتیا، د ځوانانو فکري روزنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې.
وروسته د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي انعام الله سمنګاني د اسلامي نظام د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ټینګار وکړ، چې د اسلامي نظام د استحکام لپاره باید په ادبي ډګر کې هم لا زیات کار وشي. 
ښاغلي سمنګاني د سپین بولدک ولسوالۍ لپاره د یوه علمي او فرهنګي مرکز د جوړولو، د فرهنګي فعالیتونو د پراختیا، ځوانانو ته د حرفوي زده کړو پروګرامونو د برابرولو او د یوې لویې مشاعرې جوړولو ژمنه هم وکړه. نوموړي زیاته کړه، چې د دې ولسوالۍ د عامه کتابتون او د فرهنګي او ادبي فعالیتونو د پیاوړتیا له پاره به پوره هڅې وکړي.
د ناستې په لړ کې د سپین بولدک شاعرانو، لیکوالانو او د ناستې ګډونوالو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو ترسره کړې علمي او فرهنګي هڅې او خدمتونه وستایل. 

۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

لوګر کې لسګونو ځوانانو ته د ویناوالۍ دوه میاشتنی پروګرام پیل شو

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې ولایت لسګونو ځوانانو، زده‌کړیالانو او زده کوونکو ته د ویناوالۍ دوه میاشتني پروګرام پیل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار،. . .

BACK TO NEWS