پکتیا کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (کتاب پېژندنه او پر څیړنیز بهیر یې اغېزې) په نوم علمي سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۱۹
..

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او پکتیا پوهنتون په ګډو هڅو د کتاب او کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا او د ځوان نسل مطالعې ته هڅولو په موخه د پکتیا پوهنتون په مرکزي کتابتون کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (کتاب پېژندنه او پر څیړنیز بهیر یې اغېزې) په نوم علمي سمینار وړاندې شو.
سیمینار کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیض الله جوهري د مطالعې د فرهنګ، د مطالعې د ارزښت او په ټولنه کې د علم د پراختیا په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: مطالعه د یوې پرمختللې او با شعوره ټولنې د جوړېدو اساسي اړتیا ده او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې کوي، چې د فرهنګي پروګرامونو له لارې ځوانان مطالعې ته وهڅوو.
دغه راز د پکتیا پوهنتون مسؤلینو هم د علم او مطالعې د ارزښت په اړه هر اخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: مطالعه د انسان د فکري ودې، علمي پرمختګ او ټولنیز شعور د لوړتیا مهمه وسیله ده.
د سیمینار په لړ کې د پکتیا پوهنتون یو تن استاد ګډونوالو ته د کتاب لوستنې د ارزښت، د مطالعې اغېزې او د زده‌کړو په بهیر کې د کتاب رول په اړه علمي معلومات وړاندې کړل.

۱۴۴۷/۱۲/۳ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لوړپوړو مسؤلينو د استاد حبیب الله رفيع عیادت او د خدمتونو ستاینه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي، د هنر او فرهنګ معين ښاغلي مولوي عتیق الله عزيزي، د وزارت مقام حقوقي سلاکار مولوي رحمت الله نړيوال، د ټوليزو رسنيو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۱۹
Background image

لوګر کې د امارتي ادارو ویاندویانو، مطبوعاتي مسؤلینو او خبریالانو ته رورنیز سمینار وړاندې شو

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو ویاندویانو، مطبوعاتي مسؤلینو او د رسنیو  خبریالانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د سیمینار وړاندې کوونکو د اسلام مبارک دین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۱۲
Background image

پروان کې د ښاریانو ترمنځ د ۱۷ مې ګڼه فرمان ووېشل شو

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز چاریکار ښار کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼه فرمان، چې په ټولنه کې د ناوړو دودونو د مخنیوي لپاره صادر شوی، د عامه پوهاوي. . .

BACK TO NEWS