پکتیکا د نبوي سیرت کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه
د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د همکارو ادارې په ګډو همکاریو د ۴۵۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ د نبوي سیرت کتاب لوستنې سیالۍ ترسره او مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
د ځوانانو چارو آمر محمد ذاکر نایاب وویل: د یادې سیالۍ موخه د مطالعې دود پیاوړتیا، د ځوانانو دیني پوهې کچې لوړول او د سالم رقابت رامنځته کول و.
په سیالۍ کې ګډونوالو زده کوونکو د ورته پروګرامونو له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او په ښوونیزو، فکري او نورو اړینو برخو کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې وستایلې.
د یادونې وړ ده، چې له لومړي مقام ګټونکي څخه تر پنځلسم مقام مخکښو ګډونوالو ته لپټاپ کمپیوټرونه، لاسي ساعتونه او نورې بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.
۱۴۴۷/۱۲/۲۲ هـ
