کاپیسا البیروني پوهنتون لوېدیځ لوري کې وړیا ښوونیز مرکز پرانیستل شو
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البیروني پوهنتون لوېدیځ لوري کې د ځوانانو لپاره وړیا ښوونیز مرکز پرایستل شو. چې په دې اړوند جوړه شوې غونډه کې د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریمالله وثیق، د البیروني پوهنتون رییس شیخ سید بشیر آغا هاشمي او لسګونو ځوانانو ګډون کړی و.
د غونډې ویناوالو د علم زدهکړې پر اهمیت ټینګار وکړ او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې په دې ښوونیز مرکز کې له شته علمي فرصتونو څخه پوره ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې دغه ښوونیز مرکز د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت په همغږۍ جوړ شوی، چې ټاکل شوې په کې د مسلکي استادانو له لوري د کانکور چمتووالی، ریاضیاتو، انګلیسي ژبه، کمپیوټر، ویناوالي او خطاطي په وړیا توګه تدریس شي.
۱۴۴۸/۳/۲۵ هـ ق
