ګرشک کې د فکري روزنې سیالۍ ۱۰ تنه مخکښ ګډونوال وستایل شول

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۳:۱۱
..

د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د الرباط فکري او فرهنګي ادارې او پوهنې ریاست په ګډې همکارۍ (د ځوانانو د فکري انحراف مخنیوی) کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې ترسره شوې وه، ۱۰ تنه مخکښ ګډونوال یې د یوې غونډي په ترڅ کي وستایل شول.
مسؤلینو یاده سیالي د ځوان نسل د فکري روزنې او سالمې لارښوونې په برخه کې مهمه او اغېزمنه هڅه یاده کړه، دوی د ځوانانو د فکري انحراف د مخنیوي پر ارزښت خبري وکړې او ویې ویل: د ځوانانو فکري روزنه د ټولنې د سالم راتلونکي لپاره بنسټیز اهمیت لري.
د مسؤلینو په وینا؛ له دغې سیالۍ څخه موخه د زده کوونکو او ځوانانو هڅونه، د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا او د فکري انحراف د مخنیوي په برخه کې د دوی د معلوماتو زیاتول وو.
مسؤلینو زیاته کړه، چې دغه ډول سیالۍ د ځوانانو د فکري ودې، د سالم فکر د پیاوړتیا او د ناسمو افکارو د پېژندلو او مخنیوي په برخه کې ځانګړی ارزښت لري او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پلان لري چې راتلونکي کې هم په نورو ولسوالیو کې ورته علمي او فکري سیالۍ تر سره کړي.
د یادونې وړ ده، چې په یاده سیالۍ کې د دیني او عصري علومو ګڼ شمېر زده کوونکو ګډون کړی وو، چي له ډلې یې ۱۰ تنه مخکښ ګډونوال په مادي او معنوي ډالیو وستایل شول.

۱۴۴۸/۰۶/۱۳ هـ.ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۸:۴۸
Background image

د رسنیو د فزیکي اسنادو ډیجیټلي کولو بهیر پرانیستل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت د ټولیزو رسنیو د څار ریاست  د رسنیو د اسنادو د ساتنې او خوندي کولو او دغو سرچینو ته د اسانه لاسرسي په موخه، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۲۴
Background image

هرات کې د زعفرانو ګل لومړنۍ مشاعره ترسره شوه

د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د زعفرانو ګل لومړنۍ مشاعره دغه ریاست د رئیس مولوي عتیق الله عزیزي، د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو، شاعرانو، ادیبانو، فرهنګیانو او د شعر او ادب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۱۲
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همکارۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي د ښه والي او لا ښې همغږۍ په موخه د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره غونډه. . .

BACK TO NEWS