پکتیا کې د قلموالو مبارزینو ترمنځ د همغږۍ غوڼده وشوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۹:۱۳
..

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د ځوانانو چارو آمریت په همغږۍ د قلموالو مبارزینو تر منځ د فکري او رسنیزې مبارزې پیاوړتیا، یووالي، انسجام او همغږۍ په موخه غوڼده وشوه.
 په پیل کې د پکتیا پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد احسان الله نظري د غونډې ګډونوالو ته د ډیټا او انټرنیټي خوندیتوب په اړه معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي نظري د سوشل میډیا بېلابېلو Platforms خوندي کارونې او پر هغو لارو چارو او تخنیکونو خبرې وکړې چې په کارولوسره یې کاروونکی په انټرنیټ کې خپله ډیټا خوندي ساتلی شي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت مشاور او د قلموالو مبارزینو مسوول ښاغلي مولوي خالقیار احمدزي د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د ښه تطبیق په موخه د دې ولایت په لرې پرتو ولسوالیوکې د قلموالومبارزینو پرمټ د پوهاوي پروګرامونو په اړه ترتیب شوې طرحه تشریح کړه، چې په خبره یې په نږدې راتلوونکي کې به یې عملي چارې پیل شي. 
د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیض الله جوهري وویل: قلموال مبارز ځوانان د اسلامي نظام، ټولنې او اسلامي ارزښتونو اصلي ساتوونکي دي، دوی دې خپل مسؤلیت په ښه ډول او پوره اخلاص سره ادا کړي. ښاغلي جوهري زیاته کړه، هغه مغرضې کړۍ چې د اسلامي نظام په وړاندې بې ځایه او غلط تبلیغات کوي، قلموال مبارز ځوانان دې په وړاندې غښتلې مبارزه او دفاع وکړي.
ښاغلي جوهري ډاډ څرګند کړ، چې اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دغه برخه کې د قلموالو مبارزو ځوانانو بشپړ ملاتړ کوي او یاده مبارزه به په ګډه او همغږۍ ترسره کوي.

۱۴۴۷/۱۲/۶ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۷
Background image

د مټاخان ولسوالۍ اړوند (رشکي غونډۍ) کې لسګونه قلمه لرغوني آثارکشف شول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون‌پېژندنې ریاست مسلکي پلاوي د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ اړوند په «رشکي غونډۍ» لرغونې سیمه کې لرغون‌پېژندې څېړنې ترسره کړې، چې د دغو کیندنو په پایله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۹:۱۳
Background image

پکتیا کې د قلموالو مبارزینو ترمنځ د همغږۍ غوڼده وشوه

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د ځوانانو چارو آمریت په همغږۍ د قلموالو مبارزینو تر منځ د فکري او رسنیزې مبارزې پیاوړتیا، یووالي، انسجام او همغږۍ په موخه غوڼده وشوه.
 په پیل کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۷:۱۶
Background image

د هرات ارګ کې د تاریخي ډبرو د ساتنې دوه سالونونه پرانېستل شول

د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جذب او لیدنې په موخه، د هرات په اختیارالدین کلا یا ارګ کې د تاریخي ډبرو د ساتنې او نندارې لپاره دوه ځانګړي سالونونه پرانېستل شول.

د اطلاعاتو او کلتور. . .

BACK TO NEWS