د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د ۲۰مې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۱۸
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د ۲۰مې ناحیې (چهار آسیاب بازار) سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ارزونه او څارنه وکړه.
په پیل کې د کابل ښاروالۍ فرهنګي چارو ریاست استازي انعام الله اماني د یاد کمېسیون د غړو په شتون کې له اصنافو، کسب کارانو او هټیوالو سره د کمېسیون د فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل.
دغه راز، د کمېسیون غړو د طرزالعمل معیارونه پر لوحو او اعلاناتي تابلوګانو تطبیق کړل او د هغو مواردو د اصلاح لپاره یې وړاندیزونه وکړل چې له یادو معیارونو سره په ټکر کې وو. همدارنګه، د بهرنیو اصطلاحاتو او کلمو لپاره یې په ملي ژبو کې مناسب بدیلونه وړاندیز کړل او هغه لوحې او تابلوګانې یې پاکې کړې چې بې‌ مفهومه، زړې او یا یې محتوا نامناسبه وه او د اسلامي احکامو، افغاني فرهنګ او د ا.ا له اصولو سره په ټکر کې وو.
د یادونې وړ ده، چې په دې پروګرام کې له ۱۰۰ څخه د زیاتو لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ارزونه وشو.

۱۴۴۸/۵/۱۵

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۱۷
Background image

کندهار کې شاعرانو او ترانه ویونکو ته روزنیز پروګرام ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترنم او ترانو ریاست او د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډه همکارۍ د احمد شاه بابا (رح) کور کې شاعرانو او ترانه ویونکو ته روزنیز پروګرام ترسره شو.
په دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۱۵
Background image

د زده کوونکو فکري روزنې په موخه غونډه وشوه

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو سره د دوی د فکري روزنې په موخه غونډه وشوه.
مسؤلینو د ټولنې په پرمختګ کې د زده کوونکو رول مهم وباله او له دوی څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۱۰
Background image

د فرهنګ او هنر معین په کندهار کې د لوی امپراتور احمدشاه بابا له کور څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د تاریخي آبداتو د ساتنې رئیس انجینر محمد حسیب نسیمي او د آغا خان فرهنګي خدمتونو دفتر د تخنیکي پلاوي په ملتیا کندهار. . .

BACK TO NEWS