د فرهنګ او هنر معین د کندهار له والي سره ولیدل

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۴۶
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د تاریخي آبداتو د ساتنې رئیس انجنیر محمد حسیب نسیمي په ملتیا کندهار ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي ملا شیرین اخند سره لیدنه وکړه او د سفر د موخو، ترلاسه شویو لاسته راوړنو او د یاد ولایت د تاریخي او فرهنګي میراثونو، په ځانګړې توګه د تاریخي آبداتو د ساتنې، پالنې او بیارغونې په اړه یې بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په دې لیدنه کې د فرهنګ او هنر معین د ترسره شویو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او تاریخي آبدات یې د هېواد د هویت، تمدني مخینې او تلپاتې فرهنګي شتمنۍ یوه مهمه برخه وبلله. نوموړي ټینګار وکړ، چې د دغو ارزښتمنو میراثونو ساتنه دوامدارې پاملرنې، مسلکي پلان جوړونې، معیاري ترمیم او د اړوندو ادارو ترمنځ اغېزمنې همغږۍ ته اړتیا لري.
همدارنګه، د کندهار ولایت د تاریخي آبداتو د وضعیت، د دغو آبداتو د ساتنې او ترمیم اړتیاوو ته د رسېدنې، د تاریخي ودانیو د زیانمنېدو د مخنیوي او د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو او اصلي معمارۍ د ساتنې لپاره د اړینو تدابیرو په اړه خبرې وشوې.
د کندهار والي ملا شیرین اخند هم د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره یې د همکارۍ او همغږۍ له لارې د ساتندویو پروګرامونو د پلي کېدو او تاریخي آبداتو د ساتنې په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
دا لیدنه د ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا، د تاریخي آبداتو د ساتنې  د پروګرامونو د ملاتړ او د کندهار ولایت د ارزښتمنو تاریخي او فرهنګي میراثونو د خوندیتوب په موخه ترسره شوه.

۱۴۴۸/۵/۱۶هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۱۷
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري معین فرهنګي آتشو سره د همغږۍ آنلاین ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال د دغه وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو ریاست رئیس ښاغلي محمد شفیق احمدزي او د مالي او اداري چارو ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴۵
Background image

بغلان کې د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د دولتي او خصوصي رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۵۱
Background image

جلریز ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چاپ شوي مواد وویشل شول

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مشرتابه (حفظه‌ الله) د ۱۷مې ګڼې (ناوړه دودونو مخنیوي) فرمان په اړه (بروشرونه، سټیکرونه، بینرونه او نور) چاپي مواد چې د اطلاعاتو. . .

BACK TO NEWS