محمد طاهر زهیر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر د آیسسکو غړیو هېوادونو د فرهنګ وزیرانو په کنفرانس کې آنلاین خبرې وکړې
محمد طاهر زهیر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر د آیسسکو غړیو هېوادونو د فرهنګ وزیرانو په کنفرانس کې، چې پر فرهنګ د کرونا ویروس د اغېزو د څېړنې په موخه جوړ شوی وه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پروګرامونو په اړه آنلاین خبرې وکړې.
په دغه کنفرانس کې د فرهنګ وزیرانو نظریات او وړاندیزونه راټولېږي چې بیا ترې د آیسسکو په پروګرامونو کې ګټه واخیستل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیرد وینا بشپړه ویډیو به وروسته له تاسې سره شریکه شي
