د خوږياڼو او چپرهار له ځوانانو څخه د امام اعظم رحمه الله په ننګه او د شيطان لښکر کتاب کې ازموېنه واخيستل شوه

wares_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۶:۱۲
….

تېره ورځ د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور او ورزش او بدني روزنې رياستونو په ګډې همغږۍ د خوږيانو درې ګونو ولسواليو له ۶۰۰ ځوانانو څخه د امام اعظم رحمه الله په ننګه ليکل شوي کتاب کې ازموېنه واخستل شوه، چې پکې د پچيراګام، کږې او شېزادو د بېلابېلو ښوونځيو او مدرسو نږدې ۶ سوو ځوانانو ګډون کړی وو.

ياده ازموېنه د کږې ولسوالۍ ته څېرمه واخيستل شوه، پرمهال يې د اطلاعاتو او کلتور رياست په استازولۍ د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهير او د ورزش او بدني روزنې رئيس عبدالسلام وزيروال په خپلو خبرو کې ځوانانو لپاره دا ډول ازموينې ګټورې وبللې، دوی وويل: د شل کلن اشغال پرمهال د نورو بديو ترڅنګ زموږ د ځوان قشر د ذهنونو خرابولو لپاره هم ډېر کار شوی او د فزيکي اشغال ترڅنګ اشغالګرو په بېلابېلو لارو هڅه کړې، څو خلکو کې د نفاق اچولو په صورت کې خپلو شومو اهدافو ته ورسېږي، خو د الله تعالی په نصرت سره به اسلامي نظام هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې د ځوانانو فکرونه خراب کړي.

همدا راز د چپرهار ولسوالۍ مرکزي لېسه کې له ۳۵۰ تنو ځوانانو څخه د شیطان لښکر کتاب کې ازموېنه واخیستل شوه، چې په ازموېنه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهیر، د چپرهار پوهنې مدیر او یو شمېر نورو مسوولینو حضور درلود.

د ازموېنې پرمهال د چپرهار ولسوالۍ د پوهنې مدیر فضل الله عباس وویل: دغه کتاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د ځوانانو د فکري سمون او د مطالعې کلتور د دودولو په موخه چاپ شوی، چې پکې د خوارجو د شیطاني کړنو په اړه د قرآن او احادیثو په رڼا کې معلومات راغلي، چې لوستل یې ځوانانو لپاره ډېر اړین او ګټور دی.

د عباس په وینا؛ په دې ازموېنه کې د چپرهار ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو او مدارسو ۳۵۰ تنو شاګردانو ګډون کړی، چې له اول څخه تر لسم نومرې پورې ګټونکیو ته جوایز هم په پام کې نیول شوي دي.

۱۴۴۵/۹/۲۶ هـ ق
۱۴۰۳/۱/۱۷ هـ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۵:۷
Background image

د کتاب اونۍ په وياړ کابل پوهنتون کې د قرانکریم او کتاب نندارتون جوړ شو

یکشنبه (۱۰ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معینیت اړوند د بیهقي کتاب خپرولو رياست له لوري د کتاب اونۍ په وياړ د کتاب لوستنې دود د پراختیا په موخه په کابل پوهنتون کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۵۴
Background image

د پروان موزيم کې ۲۰۰۰ کاله پخواني آثار موجود دي

یکشنبه( ۱۱ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) ګڼ شمېر ځوانانو، زده کړیالانو او زده کوونکو د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند موزیم څخه ليدنه وکړه.

د یاد ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر عتیق الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۵
Background image

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خبريالانو او د رسنيو مسؤلينو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه 

شنبه ( ۹ ذوالقعده ۱۴۴۶ ) د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خبریالانو او د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه، چې پکې د ولایت مقام، امربالمعروف او امنيه قوماندانۍ. . .

BACK TO NEWS