نیمروز کې د مشاعرو د تنظیم قانون د تشریح يو ورځنی سیمینار ترسره شو
د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ۲۲ مه ګڼه فرمان چې د مشاعرو د تنظیم قانون په موخه صادر شوی و، په اړه یې یو ورځنی تشریحي سیمینار جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیبالله الهام د مشاعرو تنظیم قانون د اهمیت او اړتیا په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: دغه قانون د مشاعرو د ښه تنظیم او مدیریت په برخه کې اغېزمن رول لري، نوموړي د شعر د اهمیت، تاریخ، د اسلام له نظره د شعر اغېزمنتوب او د شعر د بیاکتنې د هیئت د دندو په اړه د قانون د محتوا سره سم، هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
همدا راز سیمینار کې یو شمېر ویناوالانو د اسلامي شریعت له نظره د شعر او شاعرۍ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او له شاعرانو یې وغوښتل چې د غلطو او نورو ته د سپکاوي شعرونو څخه ډډه وکړي او د مشاعرو د تنظیم د قانون سره سم شعرونه ولیکي.
په پای کې د سیمینار ګډونوالو د مشاعرو د تنظیم قانون له توشیح څخه خوښي څرګنده کړه او یاد سیمینار یې ګټور او د شاعرانو لپاره لارښود وګڼلو.
۱۴۴۷/۲/۱۵ هـ ق
