نیمروز کې د مشاعرو د تنظیم قانون د تشریح يو ورځنی سیمینار ترسره شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۲:۴۶
...

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ۲۲ مه ګڼه فرمان چې د مشاعرو د تنظیم قانون په موخه صادر شوی و، په اړه یې یو ورځنی تشریحي سیمینار جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب‌الله الهام د مشاعرو تنظیم قانون د اهمیت او اړتیا په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: دغه قانون د مشاعرو د ښه تنظیم او مدیریت په برخه کې اغېزمن رول لري، نوموړي د شعر د اهمیت، تاریخ، د اسلام له نظره د شعر اغېزمنتوب او د شعر د بیاکتنې د هیئت د دندو په اړه د قانون د محتوا سره سم، هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
همدا راز سیمینار کې یو شمېر ویناوالانو د اسلامي شریعت له نظره د شعر او شاعرۍ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او له شاعرانو یې وغوښتل چې د غلطو او نورو ته د سپکاوي شعرونو څخه ډډه وکړي او د مشاعرو د تنظیم د قانون سره سم شعرونه ولیکي.
په پای کې د سیمینار ګډونوالو د مشاعرو د تنظیم قانون له توشیح څخه خوښي څرګنده کړه او یاد سیمینار یې ګټور او د شاعرانو لپاره لارښود وګڼلو.
۱۴۴۷/۲/۱۵ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۴۳
Background image

لغمان کې د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي په مشرۍ ددې ولایت د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په ناسته کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۴۰
Background image

فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دې ولایت د څلورو ولسوالیو له ولسوالانو سره ولیدل

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اندخوی، خان‌چهارباغ، قرغان او قرمقول ولسوالیو له ولسوالانو سره ولید.
په دغو ناستو کې د شل کلنې جهاد دورې د شهیدانو د ژوندلیکونو، سوانحو او آثارو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۳۴
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د څلورمې ناحیې د بره کي سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

BACK TO NEWS