د اطلاعاتو او کلتور وزير د رسنيزو بنسټونو له استازو سره وکتل

wasim_admin
أحد, نوفمبر 23 2025 12:32 مساء
..

یکشنبه ( ۲ د جمادی الثانية ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي شيخ شيراحمد حقاني صاحب په خپل کاري دفتر کې د رسنيزو بنسټونو له استازو سره په هيواد کې د خبريالانو او رسنیزو چارو د ودې، پراختیا او ستونزو ته د رسيده ګۍ په موخه وکتل.
یاده ناسته کې د باختر خبري آژانس رئيس مولوي ضیاءالحق حقمل، د افغانستان د خبریالانو د اتحاديې مشر حفیظ الله بارکزي، د خبريالانو د ملي کور مشر محمد یاسين متین، د ازادو خبریالانو ټولنې مشر حجت الله مجددي او د نورو رسنيزو بنسټونو مشرانو او استازو ګډون کړی وو.
د ناستې په پيل کې د افغانستان د خبريالانو د ټولنې مشر حفیظ الله بارکزي او نورو مسؤلينو وویل: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، هر افغان باید خپله اړونده برخه کې ملي وجيبه ادا کړي، خبریالان او رسنۍ د ملت او دولت تر منځ د اړيکو پل دی، د ااا دې په هيواد کې د شته خبريالانو ستونزو ته رسيده ګي وکړي او د دوی لاسنيوی دې وکړي، خبریالان اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن دي، د واقعيتونو په خپرولو سره نه پرېږدي، چې معلوماتي خلا رامنځته او دښمنې کړۍ ورڅخه ناوړه استفاده وکړي، د خبریالانو په نړيوالو کنفرانسونو کې د ااا لاسته راوړنې شريکې شوي دي.
همدا راز د یادو رسنيزو بنسټونو مسؤلينو د افغان خبريالانو او ولايتي رسنيو د وضعيت او په اوسنيو شرايطو کې د خبريالانو او رسنيو د دندو او همغږيو په اړه تفصيلي خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي شيخ حقاني صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې یادونه وکړه، چې اوسنی نظام هيواد ته وفاداره او تر بل هر څه ورته ملي ګټې ارزښتمنې دي، اسلامي نظام د عمل نظام دی، رسنۍ او نظامونه د يو او بل په ملاتړ دوام کوي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له رسنيو څخه ملاتړ کوي، د رسنيو د بريښنا او فریکونسي ستونزو ته د رسيده ګۍ په موخه د ریاست الوزراء عالي مقام ته وړانديز شوی، چې تر منظورېدو وروسته به يې رسنۍ په جريان کې شي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيو د ملي کور حیثیت لري او دروازې يې هر وخت پرته له کوم محدوديت څخه د خبریالانو او رسنيو پرمخ خلاصې دي.

۱۴۰۴/۹/۲ هـ ل

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, يونيو 23 2026 2:37 مساء
Background image

لجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية تواصل جولاتها الميدانية في الناحية الرابعة بكابل

واصلت لجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية التابعة لمعينية شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة أنشطتها الميدانية، حيث أجرت جولة رقابية على اللوحات واللافتات الإعلانية في منطقة (بره كي). . .

اثنين, يونيو 22 2026 2:51 مساء
Background image

انعقادالاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب

 يوم الاثنين الموافق 22 يونيو 2026م عُقد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب التابعة لوكالة شؤون النشر في وزارة الإعلام والثقافة، برئاسة نائب الوزير لشؤون النشر، المولوي مهاجر فراهي.
وخلا. . .

اثنين, يونيو 22 2026 9:34 صباحا
Background image

تنظيم ندوة تدريبية لتعزيز ثقافة القراءة والمطالعة

نظّمت رئاسة المكتبات العامة التابعة لوزارة الإعلام والثقافة، بالتعاون مع
رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية كابيسا، ندوة تدريبية ليوم واحد بهدف تعزيز ثقافة القراءة والمطالعة، وذلك في قاعة. . .

BACK TO NEWS