نیمروز کې د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د ښه تطبیق په موخه د عامه‌ پوهاوي ستره ولسي غونډه ترسره شوه 

wasim_admin
أربعاء, أبريل 15 2026 10:02 صباحا
...

نیمروز کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه‌الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان د ښه تطبیق په موخه د عامه پوهاوي ستره ولسي غونډه وشوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي، د امارتي ادارو مسؤلینو، علماء کرامو، قومي مشرانو، د ګذر وکیلانو، ځوانانو او د بېلابېلو اقشارو استازو هم ګډون کړی و.
په پیل کې د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس وویل: د خوښۍ ځای دی، چې ټول د یو اسلامي نظام تر چتر لاندې راټول شوي یو، ترڅو د خوښۍ، مړينې، حج او عمرې څخه د راستنېدو پرمهال  د ناسمو رواجونو د مخنیوي په تړاو د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه‌الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان پلي کړو او په ټولنه کې د ناسمو دودونو مخنیوي وکړو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د احکامو او فرامينو د ښه پلي کولو او د عامه‌ پوهاوي د ورکړې په تړاو له ټولو ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې دې موضوع ته پوره پاملرنه وکړي، ترڅو ټولنه د ناسمو رواجونو څخه خلاصون ومومي او ټولنه مو په اسلامي اصولو سمباله شي.
د نیمروز مرستیال والي مولوي نجیب‌الله بدخشي د فرامینو د پلي کولو پر ارزښت  او د امیر د اطاعت پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړي او ويې ويل: ټول مسؤولین او خلک بايد د اميرالمؤمنين (حفظه الله) د اوامرو او فرمانونو اطاعت وکړي، ځکه چې د الله تعالی، پيغمبر (ص) او د اولي‌الأمر اطاعت واجب دی، د ښاغلي بدخشي په وينا؛ زموږ قانون، اسلامي قانون دی او زموږ امير هم يو مشروع امير دی باید د امير، هغه احکام او فرمانونه، چې د اسلامي حکومت له بنسټونو څخه ګڼل کېږي، په هر اړخیزه توګه یې اطاعت وکړل شي.
همدارنګه د ارشاد، حج او اوقافو رئیس هم د دې ادارې د فعالیتونو او د علماوو مسؤلیت په اړه خبرې وکړې او ويې ویل: علمای کرام دې د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) د فرامینو، په ځانګړي ډول د ١٧مې ګڼې فرمان په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، ترڅو د ناسمو رواجونو مخنیوی وشي.
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان د پلي کولو اړوند د عامه پوهاوي ستره غونډه د نیمروز د بهرنیو چارو د رئیس  لخوا د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

۱۴۴۷/۱۰/۲۸ هـ ق

تازه ترین اخبار

خميس, سبتمبر 10 2026 11:30 صباحا
Background image

مسؤولون في إعلام وثقافة كابل يعقدون اجتماعاً تنسيقياً مع مسؤولي وسائل الإعلام

عقدت رئاسة الإعلام والثقافة في كابل، برئاسة رئيسها، اجتماعاً تنسيقياً مع عدد من مسؤولي وممثلي وسائل الإعلام المختلفة، لبحث سبل تعزيز التعاون والتنسيق المشترك.
وناقش الاجتماع عدداً من. . .

أربعاء, سبتمبر 09 2026 9:56 صباحا
Background image

لجنة إصلاح اللوحات واللوحات الإعلانية تقيّم وتراقب اللوحات واللوحات الإعلانية التابعة للدائرة الحادية عشرة في كابل

واصلت لجنة إصلاح اللوحات والإعلانات، التابعة لمعاونية شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، أنشطتها الميدانية، حيث أجرت عملية تقييم ومراقبة للوحات والإعلانات في المنطقة التابعة للدائرة. . .

اثنين, سبتمبر 07 2026 3:03 مساء
Background image

انعقاد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب

عُقد يوم الاثنين، 24 ربيع الأول 1448هـ، عُقد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب التابعة لمعاونية شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، برئاسة نائب الوزير لشؤون النشر السيد مهاجر فراهي،. . .

BACK TO NEWS