نیمروز کې د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظهالله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د ښه تطبیق په موخه د عامه پوهاوي ستره ولسي غونډه ترسره شوه
نیمروز کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظهالله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان د ښه تطبیق په موخه د عامه پوهاوي ستره ولسي غونډه وشوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي، د امارتي ادارو مسؤلینو، علماء کرامو، قومي مشرانو، د ګذر وکیلانو، ځوانانو او د بېلابېلو اقشارو استازو هم ګډون کړی و.
په پیل کې د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس وویل: د خوښۍ ځای دی، چې ټول د یو اسلامي نظام تر چتر لاندې راټول شوي یو، ترڅو د خوښۍ، مړينې، حج او عمرې څخه د راستنېدو پرمهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په تړاو د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظهالله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان پلي کړو او په ټولنه کې د ناسمو دودونو مخنیوي وکړو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) د احکامو او فرامينو د ښه پلي کولو او د عامه پوهاوي د ورکړې په تړاو له ټولو ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې دې موضوع ته پوره پاملرنه وکړي، ترڅو ټولنه د ناسمو رواجونو څخه خلاصون ومومي او ټولنه مو په اسلامي اصولو سمباله شي.
د نیمروز مرستیال والي مولوي نجیبالله بدخشي د فرامینو د پلي کولو پر ارزښت او د امیر د اطاعت پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړي او ويې ويل: ټول مسؤولین او خلک بايد د اميرالمؤمنين (حفظه الله) د اوامرو او فرمانونو اطاعت وکړي، ځکه چې د الله تعالی، پيغمبر (ص) او د اوليالأمر اطاعت واجب دی، د ښاغلي بدخشي په وينا؛ زموږ قانون، اسلامي قانون دی او زموږ امير هم يو مشروع امير دی باید د امير، هغه احکام او فرمانونه، چې د اسلامي حکومت له بنسټونو څخه ګڼل کېږي، په هر اړخیزه توګه یې اطاعت وکړل شي.
همدارنګه د ارشاد، حج او اوقافو رئیس هم د دې ادارې د فعالیتونو او د علماوو مسؤلیت په اړه خبرې وکړې او ويې ویل: علمای کرام دې د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) د فرامینو، په ځانګړي ډول د ١٧مې ګڼې فرمان په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، ترڅو د ناسمو رواجونو مخنیوی وشي.
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان د پلي کولو اړوند د عامه پوهاوي ستره غونډه د نیمروز د بهرنیو چارو د رئیس لخوا د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
۱۴۴۷/۱۰/۲۸ هـ ق
