سیلانیان( ګرځندویان)!
د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د هېواد له تفریحي او طبیعي جاذبو او تاریخي سیمو څخه شاوخوا(۶.۲) میلیونو کورنیو او نږدې (۱۰) زره بهرنیو ګرځندویانو لېدنه کړې ده.
همداراز د تېر لمریز کال په لړ کې (۱۳۵) د لاسي صنایعو شرکتونه بېلابېلو نندارتونونو ته په وړیا او تخفیفي توګه ور پېژندل شوي دي.
دغه راز (۶۵۶) سیاحتي او زیارتي شرکتونو ته نوي جوازونه صادر شوي او (۱۴۶) سیاحتي او زیارتي شرکتونو ته جوازونه تمدید شوي دي.
د یادونې وړ ده، له هغه (۲۵) مېلمستونونو (چې ګرځندویانو ته خدمات وړاندې کوي) ترڅنګ له (۳۰۰۰) سیاحتي او زیارتي شرکتونو څخه څارنه شوې ده او په یاده موده کې (۱۴۸) بهرنیو ګرځندویانو ته ویزې تمدید شوې دي.
#ګرځندوی_سیاحت
