بغلان کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه عامه پوهاوی پیل شو
بغلان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په ټولنه کې د بې ځایه لګښتونو مخنیوي او ناوړه دودونو له منځه وړلو په موخه، د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظهالله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د درېیمې مادې په اړه د عامه پوهاوي کولو پروسه پیل شوه.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: په دې پروسه کې له دوو زرو څخه زیات بروشرونه په پښتو او دري ژبو چاپ شوي او په ښار، جوماتونو او عامه ځایونو کې د خلکو تر منځ ویشل شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په وینا، د ۱۷مې ګڼې فرمان درېیمه ماده د حاجیانو د ستنیدو پر مهال د لوړلګښته میلمستیاوو، قیمتي ډالیو او غیرضروري مصارفو څخه په مخنیوي باندې ټینګار کوي.
ورته مهال، د بغلان ولایت اوسیدونکو له دې اقدام څخه هرکلی وکړ او د بې ځایه لګښتونو مخنیوي، د ناوړه دودونو له منځه وړلو او د ټولنیزو ګټو ساتلو په برخه کې یې د یاد فرمان تطبیق اغیزمن وبلل.
۱۴۴۷/۱۲/۱۵ هـ ق
