بغلان کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه عامه پوهاوی پیل شو

wasim_admin
Mon, Jun 01 2026 3:14 PM
..

بغلان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په ټولنه کې د بې ځایه لګښتونو مخنیوي او ناوړه دودونو له منځه وړلو په موخه، د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د درېیمې مادې په اړه د عامه پوهاوي کولو پروسه پیل شوه.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: په دې پروسه کې له دوو زرو څخه زیات بروشرونه په پښتو او دري ژبو چاپ شوي او په ښار، جوماتونو او عامه ځایونو کې د خلکو تر منځ ویشل شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په وینا، د ۱۷مې ګڼې فرمان درېیمه ماده د حاجیانو د ستنیدو پر مهال د لوړلګښته میلمستیاوو، قیمتي ډالیو او غیرضروري مصارفو څخه په مخنیوي باندې ټینګار کوي.
ورته مهال، د بغلان ولایت اوسیدونکو له دې اقدام څخه هرکلی وکړ او د بې ځایه لګښتونو مخنیوي، د ناوړه دودونو له منځه وړلو او د ټولنیزو ګټو ساتلو په برخه کې یې د یاد فرمان تطبیق اغیزمن وبلل.

۱۴۴۷/۱۲/۱۵ هـ ق

تازه ترین اخبار

Wed, Jul 22 2026 9:59 AM
Background image

Director of Public Libraries Meets Afghanistan’s Acting Ambassador to Malaysia

  7 Safar 1448 AH: During his official visit to Malaysia, Dr. Rafiullah Samim, Director of Public Libraries, Deputy Ministry of Art and Culture, Ministry of Information and Culture, met. . .

Tue, Jul 21 2026 3:51 PM
Background image

Members of Signage and Advertising Boards Reform Commission Meets with Deputy Minister of Industry and Commerce 

On 6 Safar 1448 AH Members of the Signage and Advertising Boards Reform Commission met with the Administrative and Financial Deputy Minister of the Ministry of Industry and Commerce.
Th. . .

BACK TO NEWS