د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ نوي رئیس رسماً خپله دنده پیل کړه
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نوي رئیس مولوي عتیق الله عزیزي، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې چې پکې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني رئیس مولوي احمدالله متقي، د ریاست آمرینو، خبریالانو او کارکوونکو هم ګډون کړی و، خپله دنده پیل کړه.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني رئیس مولوي احمدالله متقي په دغو مراسمو کې د کارکوونکو، خبریالانو او فرهنګي او رسنیزو بنسټونو له همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د خپلې دندې پر مهال یې د فرهنګي فعالیتونو د پیاوړتیا، له رسنیو څخه د ملاتړ او د هرات د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو د ساتنې لپاره پوره هڅې کړې دي.
دغه راز د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ نوي رئیس مولوي عتیق الله عزیزي، پر نوموړي د باور کولو له امله د مننې کولو تر څنګ وویل: د کارکوونکو، خبریالانو او فرهنګي شخصیتونو په همکارۍ به د فرهنګي فعالیتونو د پراختیا، له رسنیو څخه د ملاتړ او د هرات ولایت د فرهنګي میراثونو د ساتنې لپاره پوره هڅې وکړي.
ښاغلي عزیزي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له کارکوونکو څخه هم وغوښتل، چې باید د همکارۍ او مسئولیتپالنې په روحیه د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د دې ادارې د موخو د تحقق لپاره فعاله ونډه واخلي.
۱۴۴۸/۲/۱۳ هـ ق
