سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
اثنين, سبتمبر 14 2026 3:52 مساء
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو میعنیت له لوري د فاریاب سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د (فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو، چې په دغه سیمینار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د یاد وزارت یو شمېر رئیسانو او د سیمه‌ئیزو ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی و.
د پروګرام په پیل کې د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الدین محمدي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: له شک پرته، د دې ډول پروګرامونو جوړول د خبریالانو د فکري ودې، د دیني او اسلامي باورونو د پیاوړتیا، د مسلکي پوهې لوړولو او د رسنیزو فعالیتونو د کیفیت د ښه والي په برخه کې اغېزمن رول لري.
د نوموړي په وینا؛ رسنۍ په اوسني عصر کې د عامه پوهاوي، د ټولنې د اصلاح، د فرهنګي ودې او د واقعیتونو د انعکاس له مهمو وسیلو څخه ګڼل کېږي او ژورنالیستان مسؤلیت لري، چې په صداقت، امانتدارۍ، دقت او د مسلکي اصولو په رعایت سره خلکو ته سم او ګټور معلومات وړاندې کړي.
همدارنګه د خپرونو چارو معین مولوي‌ مهاجر فراهي د ژورنالیستانو او رسنیو د مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: رسنۍ باید د امیرالمؤمنین (حفظه الله) ټول فرامین چې د خلکو د هوساینې په موخه صادر شوي، تر ولسونو ورسوي او باید د اسلامي امارت ټولې هغه سترې لاسته راوړنې، چې په تېرو څو لسیزو کې یې بېلګه نه لیدل کېږي، ولسونو او نړیوالو ته ورسوي.
د ښاغلي فراهي په وینا؛ د ادارو مسؤلین او ویاندویان مکلف دي، چې له رسنیو سره هر اړخیزه همکاري وکړي او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې پوره پاملرنه وکړي، ترڅو د ناسمو خبرونو له خپرېدو او نشرېدو څخه مخنیوی وشي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه اړیکو رئیس او ویاند قاري خبیب غفران، د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد او یو شمېر نورو ولایتي مسؤلینو او د پوهنتون استادانو د خبریالۍ اصولو او ژورنالیستانو د مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: خبریالان باید د خبرونو د خپرولو پر مهال د خبر له حقیقت او کره‌والي څخه ډاډ ترلاسه کړي؛ ځکه د اسلام مبارک دین د درواغجنو او بې‌اساسو خبرونو د خپرولو اجازه نه ورکوي.
ویناوالو زیاته کړه؛ چې ژورنالیستان د ټولنې ښوونکي دي، د رسنیو مسؤلیت د یوې باخبره ټولنې جوړول دي. دوی ټینګار وکړ، چې خبریالان باید خپل فعالیتونه د دیني او عقیدوي ارزښتونو له مخې او د هېواد د پرمختګ په موخه ترسره کړي.
د سیمینار په پای کې یو تن ژورنالیست د فاریاب ولایت د ژورنالیستانو په استازولۍ خبرې وکړې او د رسنیو او ژورنالیستانو د ستونزو د حل غوښتونکی شو، نوموړي د دغه سیمینار له جوړېدو د هرکلی ترڅنګ د ورته نورو پروګرامونو په جوړولو هم ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۴/۱ هـ ق

تازه ترین اخبار

اثنين, سبتمبر 14 2026 3:42 مساء
Background image

انعقاد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب

عقدت لجنة تقييم الكتب بوزارة الإعلام والثقافة اجتماعها الدوري، يوم الاثنين (1 ربيع الثاني 1448هـ)، بحضور أعضاء اللجنة.
وخلال الاجتماع، اتُخذت القرارات اللازمة بشأن عدد من الكتب، حيث. . .

اثنين, سبتمبر 14 2026 3:28 مساء
Background image

توعية الشباب بمخاطر الاتجار بالبشر وسبل الوقاية منه

نظّمت رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية زابل، في قاعة الاجتماعات التابعة لها، ندوة توعوية ليوم واحد لعشرات الشباب، حول المرسوم رقم (١٣) الصادر عن أمير المؤمنين (حفظه‌الله) بشأن مكافحة. . .

اثنين, سبتمبر 14 2026 12:18 مساء
Background image

اجتماع إصلاحي لتعزيز تطبيق فرامين وأحكام سماحة أمير المؤمنين حفظه الله ورعاه في وزارة الإعلام والثقافة

عقدت رئاسة الدعوة والإرشاد بوزارة الإعلام والثقافة اجتماعًا إصلاحيًا بحضور معالي وزير الإعلام والثقافة، الشيخ شير أحمد حقاني، بهدف تعزيز تطبيق فرامين وأحكام أمير المؤمنين، حفظه الله. . .

BACK TO NEWS