د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
أحد, أكتوبر 04 2026 3:08 مساء
..

د نورستان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجيب الله حنيف د رسنيو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او دوی سره یې د پوره همکاریو ډاډ څرګند کړ، نوموړي زیاته کړه، چې فکرونه د رسنیو له لارې پراختیا مومي او ولس ته د ښه ذهنیت ورکولو په برخه کې رسنۍ مهم رول لري.
ښاغلي حنیف خبریالانو ته اړینې سپارښتنې وکړې او ویې ویل: ټول خبریالان باید هڅې وکړي چې واقعیتونه خپاره کړي او د ناوړه او ناسمو تبلیغاتو مخنیوی وکړي.
په نورستان کې د خبريالانو خونديتوب ولايتي کميټې مسوول د يادو ناستو په دوام ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې په نورستان کې د ښې همغږۍ له امله خبريالان له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.
د ناستې په لړ کې د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او ویاندویانو خپلې ستونزې، نظرونه او وړاندیزونه هم شریک کړل، چې د مسؤلینو له لوري د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ څرګند شو.

نېټه: ۱۴۴۸/۴/۲۱ هـ ق

تازه ترین اخبار

سبت, أكتوبر 03 2026 11:37 صباحا
Background image

معالي وزير الإعلام والثقافة على رأس وفد يزور ولاية هلمند

أجرى معالي وزير الإعلام والثقافة، الشيخ شير أحمد حقاني، زيارة إلى ولاية هلمند على رأس وفد، تفقد خلالها سير العمل في رئاسة الإعلام والثقافة بالولاية، إلى جانب أعمال إنشاء مدينة الأيتام. . .

سبت, أكتوبر 03 2026 10:25 صباحا
Background image

أقيمت في هرات أمسية شعرية بعنوان «من هریوا إلى نيسابور»

أقيمت في مدينة هرات أمسية شعرية بعنوان «من هریوا إلى نيسابور»، بالتعاون بين رئاسة الإعلام والثقافة في هرات، وممثلية وزارة الخارجية، والجمعية الأدبية في الولاية، بحضور عشرات الشعراء. . .

خميس, أكتوبر 01 2026 1:20 مساء
Background image

توزيع مواد توعوية مطبوعة حول المرسوم رقم (١٧) في لوغر

في إطار مواصلة برامج التوعية الثقافية العامة، وزّعت وزارة الإعلام والثقافة على سكان ولاية لوغر كتيبات ومنشورات معلوماتية وأقلاماً ومواد مطبوعة أخرى أُعدّت للتوعية بمضامين المرسوم رقم. . .

BACK TO NEWS