د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

wasim_admin
أربعاء, أكتوبر 14 2026 3:18 مساء
..

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه د همغږۍ او مشورې غونډه د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د رئیسانو، د دارالعلومونو د مسوولینو، فرهنګیانو، د پوهنتون استادانو، د ادبي ټولنې د غړو او د آغا خان ادارې د استازو په شتون کې ترسره شوه.
دې غونډه کې د هرات د جامع جومات پر تاریخي، فرهنګي او معماري ارزښت، د ډبر لیکنو او تاریخي آثارو پر ساتنې، د جومات د انګړ او د موټرو تم ځای د وضعیت پر ښه‌والي او د سیلانیانو د لا ډېر جذب لپاره د مناسبو اسانتیاوو پر برابرولو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیق‌الله عزیزي وویل: هرات د تاریخي آثارو او ابدو له پلوه ځانګړی مقام لري، چې د دغه ولایت جامع جومات یې له مهمو تاریخي ودانیو او د فرهنګي او معماري ارزښتونو له غوره نښو څخه ګڼل کېږي، د دې تاریخي ودانۍ ساتنه، بیارغونه او ښکلا د مسوولینو، علمي او فرهنګي بنسټونو او د اړوندې برخې د متخصصینو ګډې پاملرنې ته اړتیا لري، ترڅو دا ارزښتمن تاریخي اثر د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي پاتې شي.
د نوموړي په وینا؛ د جومات د انګړ ښکلا، د لمونځ کوونکو او لیدونکو لپاره د مناسب چاپېریال د برابرولو ترڅنګ، د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو په جذب او د هرات د فرهنګي میراث په لا ښه پېژندنه کې هم اغیزمن رول لري.
ورته مهال، د آغا خان ادارې استازي د هرات د جامع جومات د ډبر لیکنو پر کره ارزونه ټینګار وکړ او ویې ویل: د دې ودانۍ تاریخي ډبر لیکونه باید د متخصصینو له لوري په دقیقه توګه وڅېړل شي، ترڅو یې تاریخي او هنري ارزښت په سمه توګه وساتل شي.
همداراز د غونډې ګډونوالو وویل: د علمي اصولو له مخې د دې تاریخي ودانۍ ساتنه او بیارغونه، د انګړ ښکلا او د جومات د اقتصادي امکاناتو مناسب اداره کول د هرات د فرهنګي هویت په ساتنه او په ملي او نړیواله کچه د دغه آثر په پېژندنه کې مهم رول لري.
ګډونوالو د جومات د موټرو تم ځای، انګړ او د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ او د جومات د تاریخي مخینې، معمارۍ او ډبر لیکنو په اړه یې د علمي څېړنو د ترسره کولو او د دې تاریخي میراث د ساتنې لپاره د مسوولو ادارو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ غوښتنه وکړه.

۱۴۴۸/۵/۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

أربعاء, أكتوبر 14 2026 3:24 مساء
Background image

إقامة ندوة تدريبية ليوم واحد في لغمان لتعزيز القدرات الفكرية والعقدية والمهنية للصحفيين والإعلاميين

أُقيمت ندوة تدريبية ليوم واحد لتعزيز القدرات الفكرية والعقدية والمهنية للصحفيين والإعلاميين في ولاية لغمان، بتنظيم من وكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، وبالتعاون مع رئاسة. . .

أربعاء, أكتوبر 14 2026 3:14 مساء
Background image

نائب الوزيرلشؤون الثقافة والفنون يلتقي سفير جمهورية أذربيجان

الأربعاء، الموافق ٢ جمادى الأولى ١٤٤٨هـ، التقى الشيخ عبد الرحمن طيبي، نائب وزير الإعلام والثقافة لشؤون الثقافة والفنون، الدكتور إلهام محمدوف، سفير جمهورية أذربيجان لدى كابل، وبحث معه. . .

ثلاثاء, أكتوبر 13 2026 3:31 مساء
Background image

توزيع مئات النسخ من المرسوم رقم ١٧ على سكان ولاية بنجشير

بدأت رئاسة الإعلام والثقافة بولاية بنجشير توزيع النسخ المطبوعة من المرسوم رقم ١٧ الصادر عن قيادة -الإمارة- (حفظه الله ورعاه)، على سكان مركز الولاية ومديرية رخه، بهدف رفع مستوى الوعي. . .

BACK TO NEWS