د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه
د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه د همغږۍ او مشورې غونډه د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د رئیسانو، د دارالعلومونو د مسوولینو، فرهنګیانو، د پوهنتون استادانو، د ادبي ټولنې د غړو او د آغا خان ادارې د استازو په شتون کې ترسره شوه.
دې غونډه کې د هرات د جامع جومات پر تاریخي، فرهنګي او معماري ارزښت، د ډبر لیکنو او تاریخي آثارو پر ساتنې، د جومات د انګړ او د موټرو تم ځای د وضعیت پر ښهوالي او د سیلانیانو د لا ډېر جذب لپاره د مناسبو اسانتیاوو پر برابرولو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیقالله عزیزي وویل: هرات د تاریخي آثارو او ابدو له پلوه ځانګړی مقام لري، چې د دغه ولایت جامع جومات یې له مهمو تاریخي ودانیو او د فرهنګي او معماري ارزښتونو له غوره نښو څخه ګڼل کېږي، د دې تاریخي ودانۍ ساتنه، بیارغونه او ښکلا د مسوولینو، علمي او فرهنګي بنسټونو او د اړوندې برخې د متخصصینو ګډې پاملرنې ته اړتیا لري، ترڅو دا ارزښتمن تاریخي اثر د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي پاتې شي.
د نوموړي په وینا؛ د جومات د انګړ ښکلا، د لمونځ کوونکو او لیدونکو لپاره د مناسب چاپېریال د برابرولو ترڅنګ، د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو په جذب او د هرات د فرهنګي میراث په لا ښه پېژندنه کې هم اغیزمن رول لري.
ورته مهال، د آغا خان ادارې استازي د هرات د جامع جومات د ډبر لیکنو پر کره ارزونه ټینګار وکړ او ویې ویل: د دې ودانۍ تاریخي ډبر لیکونه باید د متخصصینو له لوري په دقیقه توګه وڅېړل شي، ترڅو یې تاریخي او هنري ارزښت په سمه توګه وساتل شي.
همداراز د غونډې ګډونوالو وویل: د علمي اصولو له مخې د دې تاریخي ودانۍ ساتنه او بیارغونه، د انګړ ښکلا او د جومات د اقتصادي امکاناتو مناسب اداره کول د هرات د فرهنګي هویت په ساتنه او په ملي او نړیواله کچه د دغه آثر په پېژندنه کې مهم رول لري.
ګډونوالو د جومات د موټرو تم ځای، انګړ او د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ او د جومات د تاریخي مخینې، معمارۍ او ډبر لیکنو په اړه یې د علمي څېړنو د ترسره کولو او د دې تاریخي میراث د ساتنې لپاره د مسوولو ادارو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ غوښتنه وکړه.
۱۴۴۸/۵/۲ هـ ق
