کندهار کې شاعرانو او ترانه ویونکو ته روزنیز پروګرام ترسره شو

wasim_admin
أربعاء, أكتوبر 28 2026 1:17 مساء
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترنم او ترانو ریاست او د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډه همکارۍ د احمد شاه بابا (رح) کور کې شاعرانو او ترانه ویونکو ته روزنیز پروګرام ترسره شو.
په دغه پروګرام کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د ترنم او ترانو رئیس مولوي امان الله مستغفر، د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني، د تاریخي آبداتو رئیس انجینر محمد حسیب نسیمي، د سیمه ییزو ادارو یو شمېر مسؤلینو او ګڼ شمېر لیکوالانو، شاعرانو او ترانه ویونکو ګډون کړی و.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: لیکوالان د ټولنې معنوي شتمني ده او د ټولنې په اصلاح کې خورا مهم رول لري، مشرتابه (حفظه الله) د مشاعرو تنظیم قانون کې داسي قوانین جوړ کړي دي، چي د شاعرانو د فعالیتونو ترڅنګ د ټولنې اصلاح هم په پام کې نیول شوې ده.
دغه راز د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د تاریخي آبداتو ساتنې ریاست څخه مننه وکړه، چې د احمد شاه بابا کور یې ترمیم کړی او د دا ډول ادبي مجلسونو د جوړېدو لپاره یې چمتو کړی دی. نوموړي زیاته کړه؛ چې لیکوالان او شاعران د ټولنې په اصلاح کې اغېزمن رول لري، باید د نظام ښېګڼي بیان کړي، ترڅو ټولنه او خلک یې پر حقیقي ارزښت پوه شي.
د پروګرام په لړ کې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د احمد شاه بابا کور د بیارغونې او تاریخي ارزښت په اړه هر اړخیزي خبري وکړې او زیاته یې کړه، چې احمد شاه بابا د افغانستان په تاریخ کې د یوه ستر شخصیت ترڅنګ د تصوف او لیکوالۍ په برخه کې هم ځانګړی ځای لري، له همدې امله، موږ ته پکار ده چې د فرهنګي میراثونو څخه یې الهام واخلو.
ورته مهال د ترنم او ترانو رئیس مولوي امان الله مستغفر شاعرانو او ترانه ویونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې او ویې ویل: دوی باید د ټولنې په اصلاح کې خپل مهم مسئولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.
د یادوني وړ ده، چي په دې غونډه کې د کندهار ولایت د بېلابېلو ولسوالیو څخه راغلو ترانه ویونکو په خپلو خوږو آوازونو ترانې او ترنمونه هم ګډونوالو ته واورول.

۱۴۴۸/۵/۱۶ هـ ق

تازه ترین اخبار

أربعاء, أكتوبر 28 2026 1:19 مساء
Background image

إقامة برنامج تدريبي للشعراء والمنشدين في قندهار

أقامَت وزارة الإعلام والثقافة، ممثلةً برئاسة الترانيم والأناشيد، بالتعاون مع مديرية الإعلام والثقافة في ولاية قندهار، برنامجًا تدريبيًا للشعراء والمنشدين في بيت أحمد شاه بابا (رحمه الله. . .

أربعاء, أكتوبر 28 2026 1:12 مساء
Background image

نائب الوزير لشؤون الثقافة والفنون يزور منزل الإمبراطور أحمد شاه بابا في قندهار

زار نائب الوزير لشؤون الثقافة والفنون بوزارة الإعلام والثقافة، الشيخ عبدالرحمن طيبي، برفقة رئيس مديرية الحفاظ على الآثار التاريخية، المهندس محمد حسيب نسيمي، ووفد فني من مكتب خدمات الآغا. . .

أربعاء, أكتوبر 28 2026 11:47 صباحا
Background image

نائب الوزير لشؤون الثقافة والفنون يلتقي والي قندهار

التقى نائب الوزير لشؤون الثقافة والفنون بوزارة الإعلام والثقافة، الشيخ عبدالرحمن طيبي، والي قندهار، الملا شيرين آخند، خلال زيارة رسمية إلى الولاية، برفقة رئيس مديرية الحفاظ على الآثار. . .

BACK TO NEWS