د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین؛ چې په دې ولایت کې د دودیزې کاشي‌ جوړونې هنر لا هم ژوند دی

wasim_admin
أحد, نوفمبر 01 2026 2:32 مساء
..

د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي؛ چې په دغه ولایت کې د دودیزې کاشي ‌جوړونې هنر لا هم دوام لري او هره ورځ شاوخوا یومتر مربع لاسي کاشي تولیدېږي، چې مالي ارزښت یې تر ۱۰۰۰ امریکایي ډالرو پورې رسېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د تاریخي آبداتو د ساتنې مدیر وایي؛ دودیزه کاشي جوړونه هغه هنر دی، چې د غزنویانو، غوریانو او تیموریانو له تاریخي دورو څخه پاتې شوی او تر اوسه پورې دوام لري او دغه کاشي د تاریخي ودانیو په ښکلا او بیارغونه کې کارول کېږي.
د نوموړي په وینا؛ دغه هنر د هرات د تاریخي معمارۍ د ښکلا څرګندونه کوي، چې ساتنه یې د دغه ولایت د فرهنګي میراثونو د خوندي کولو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري.
ورته مهال د لاسي دودیزو کاشي د تولید برخې مدیر وایي؛ دغه کاشي په دودیزه طریقه تولیدېږي او د جوړولو ټول پړاوونه یې همدلته په کارخونو کې ترسره کېږي، تولید شوې کاشۍ د هغو تاریخي آبداتو په برخو کې کارول کېږي، چې بیارغونې ته اړتیا لري. د دغو کاشیو د تولید طریقه ځانګړي خصوصیات لري او د استادانو مهارت د دودیزو طرحو او نقشونو په جوړولو کې مهم رول لري.
د دغه هنر یو شمېر استادان هم د دغه مسلک پر ساتنې او ځوان نسل ته د دې هنر د مهارتونو پر لېږد ټینګار کوي او وایي، چې د دې صنعت دوام کولای شي، د سیمه‌ ییزو هنرونو په ساتنه او صنعت‌ کارانو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې مهم رول ولوبوي.

۱۴۴۸/۵/۲۰ هـ ق

تازه ترین اخبار

أحد, نوفمبر 01 2026 10:12 صباحا
Background image

وفد من وكالة السياحة والشؤون المالية والإدارية يزور ولاية بلخ

زار وفد من وكالة السياحة والشؤون المالية والإدارية بوزارة الإعلام والثقافة ولاية بلخ، برئاسة مستشار الوكالة، السيد سعد الله أسد، واطّلع على عدد من المعالم التاريخية والمناطق السياحية في. . .

سبت, أكتوبر 31 2026 9:31 صباحا
Background image

إقامة المشاعرة التقليدية «عناب ګل» في ولاية فراه

أُقيمت في ولاية فراه المشاعرة التقليدية «عناب ګل»، بمشاركة نائب الوزير لشؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، مهاجر فراهي، ووالي فراه، الملا محمد حافظ مجاهد، ورئيس رئاسة الترانيم. . .

خميس, أكتوبر 29 2026 1:16 مساء
Background image

نائب الوزير لشؤون السياحة والمالية والإدارية يعقد اجتماعًا تنسيقيًا عبر الإنترنت مع الملحقين الثقافيين في الخارج

عقد نائب وزارة الإعلام والثقافة لشؤون السياحة والمالية والإدارية، مولوي قدرت الله جمال، اجتماعًا تنسيقيًا عبر الإنترنت مع الملحقين الثقافيين الأفغان في الخارج، بحضور رئيس رئاسة العلاقات. . .

BACK TO NEWS