د باختر آژانس رئیس زابل ته رسمي سفر وکړ
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر آژانس رئیس او د کډوالو د عامه پوهاوي باصلاحیته استازي مولوي احسانالله حسان زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي احمد مختار سره لیدنه وکړه.
ښاغلي حسان وویل: ولایتونو ته یې له سفرونه څخه موخه د باختر آژانس د مدیریتونو له نشراتي فعالیتونو ارزونه او د دغو مدیریتونو د مسؤلینو ستونزې او اړتیاوې له نږدې څېړل دي، نوموړي د باختر آژانس مدیریت ترسره کړې هڅې وستایلې او مسؤلینو ته يې اړینې سپارښتنې وکړې، چې د کډوالو د عامه پوهاوي په برخه کې دې لا ډېر نشراتي راپورونه چمتو او خپاره کړي.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، ښاغلي حسان ته ښه راغلاست وویل او ډاډ یې څرګند کړ، چې د باختر آژانس مدیر د کډوالو د عامه پوهاوي، هغوی ته د ښه راغلاست او نورو نشراتي فعالیتونو په برخه کې پوره هڅې کوي او دا هڅې به دوامداره وي.
۱۴۴۸/۰۶/۱۴ هـ.ق
