د اتفاق اسلام ورځپاڼې سلمه کلیزه په کابل کې د افغانستان مطبوعاتو د نندارتون په پرانیستو سره ونمانځل شوه

مجهول (لم يتم التحقق)
أحد, سبتمبر 06 2020 11:55 صباحا
د اتفاق اسلام ورځپاڼې سلمه کلیزه په کابل کې د افغانستان مطبوعاتو د نندارتون په پرانیستو سره ونمانځل شوه


د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير نن د اتفاق اسلام ورځپاڼې  د سلمې کاليزې په مناسبت  د افغانستان د مطبوعاتو لومړنى نندارتون په بابرشاه بڼ کې پرانيست .
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې، د دغه نندارتون  د پرانستلو په مراسمو کې  د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست  څرګنده کړه  چې  د دغه نندارتون پرانیستل په حقيقت کې د افغانستان د خپرونو نږدې  يوسلوپنځوس کاله  انځوروي .
هغه زياته کړه چې تېرکال  د اتفاق مشرقي  خپرونې  خپله سل کلني  ونمانځله  او نن  وياړو چې له ټولو ستونزو اوبوختياوو  سره سره  د اتفاق اسلام  ورځپاڼې  سل کلني نمانځو.
محمد طاهر زهير څرګنده کړه  چې  ١٠١ کاله مخکې  شاه امان الله خان غازي د هېواد د سياسي خپلواکۍ  له اعلامولو وروسته فرهنګي کارونه پيل کړل او د١٢٩٩هجري لمريزکال په وږې مياشت کې د اتفاق اسلام ورځپاڼې  په خپرونو پيل وکړ .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست  وويل: کله چې په افغانستان  کې سراج الاخبار د حبيب الله خان په دوره کې په ١٩١١ کال کې په کار پيل وکړ په ډيلي ، سمرقنداو بخارا کې يې مشترکین درلودل او هره خوايې  رڼا خپروله  او د تزاري روسيې  او يو شمېر نورو هېوادونو  د اندېښنې سبب شوې وه .
هغه زياته کړه که چېرې دغو بدلونونو  تراوسه پورې  دوام  کړې واى، نو افغانستان  به د مطبوعاتو او ورځپاڼو له پلوه  نن ښه مقام درلودای.
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  سرپرست  جګړې اوناخوالې  د رسنيو د ښه کار اوفعاليت  خنډ وباله. ده  د ورځپاڼه ليکونکو، خبريالانو، مطبوعاتو او د هېواد د نورو رسنيود کارونو قدرداني وکړه او په دې لاره کې یې  پر زيات دقت او هلوځلو ټينګاروکړ.
دغه راز په دغو مراسمو کې  د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رييس اريا رووفيان د اتفاق اسلام ورځپاڼې او د افغانستان مطبوعاتو د لومړنى نندارتون په  اړه معلومات ورکړل او ويې ويل  چې چاپي مطبوعاتو  د افغانستان په بدلونونوکې  ارزښتناک رول درلود.
هغه زياته کړه:  په دغه نندارتون کې د افغانستان بېلابېلې  خپرونې په تېره بيا هغه خپرونې چې نږدې  يوسلو پنځوس کاله لرغونتيا لري، نندارې ته وړاندې شوي دي.
هغه څرګنده کړه چې  د دغه نندارتون د جوړولو هدف  له يوسلو پنځوس کاله مخکې  تراوسه پورې  دافغانستان له مطبوعاتو سره  بلدتيا ده  چې د هېواد نوې نسل او څيړونکو ته د هېواد له تېرو مطبوعاتو سره د بلدتيا اومطالعې وخت برابروي .
د دغو مراسمو په پاى کې  د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  سرپرست  محمد طاهر زهير او د دغه وزارت  د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمدرسول باوري ،د خپرونو چارو معين عبدالمنان شيواي شرق  او مالي، اداري اوګرځندوي  معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  د هېواد د يوشمېر فعالو اومطرحو  ورځپاڼو مسوولينو ته د آزادۍ لوحې  ورکړې .
دغه نندارتون  د هرات  د اطلاعاتواوفرهنګ  رياست  د اطلاعاتواوفرهنګ  وزارت  په همکارۍ  جوړ کړى دى  او د دوو ورځو لپاره په وړيا ډول د مينه والو پرمخ پرانستې دی .

کابل/ دوږي ١٥مه /باختر

تازه ترین اخبار

خميس, يونيو 25 2026 11:12 صباحا
Background image

نائب وزير الإعلام والثقافة يبحث مع اليونيسف تعزيز التعاون الثقافي والفني للأطفال والشباب

التقى نائب وزير الإعلام والثقافة لشؤون الثقافة والفنون، المولوي عتيق الله عزيزي، في مكتبه بمسؤولي منظمة الأمم المتحدة للطفولة (يونيسف)، حيث بحث الجانبان سبل توسيع التعاون المشترك لتنمية. . .

خميس, يونيو 25 2026 10:37 صباحا
Background image

رئيس المكتبات العامة يؤكد أهمية دور الناشرين في ترسيخ ثقافة القراءة

أكد رئيس المكتبات العامة بوزارة الإعلام والثقافة، الدكتور رفيع الله صميم، أن دور ناشري الكتب وتعاونهم يُعدّ ركيزة أساسية في تعزيز ثقافة المطالعة والقراءة وتوسيع نطاقها في المجتمع.
جاء. . .

أربعاء, يونيو 24 2026 3:27 مساء
Background image

اجتماع تشاوري للتحضير للاحتفاء بيوم ٢٤ أسد (يوم الفتح)

عُقد اجتماع تشاوري للجنة المكلّفة بالتحضير للاحتفاء بيوم ٢٤ أسد (يوم الفتح)، برئاسة نائب وزير الإعلام والثقافة لشؤون الثقافة والفنون، المولوي عتيق الله عزيزي، وبمشاركة ممثلين عن عدد من. . .

BACK TO NEWS