د اتفاق اسلام ورځپاڼې سلمه کلیزه په کابل کې د افغانستان مطبوعاتو د نندارتون په پرانیستو سره ونمانځل شوه
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير نن د اتفاق اسلام ورځپاڼې د سلمې کاليزې په مناسبت د افغانستان د مطبوعاتو لومړنى نندارتون په بابرشاه بڼ کې پرانيست .
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې، د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د دغه نندارتون پرانیستل په حقيقت کې د افغانستان د خپرونو نږدې يوسلوپنځوس کاله انځوروي .
هغه زياته کړه چې تېرکال د اتفاق مشرقي خپرونې خپله سل کلني ونمانځله او نن وياړو چې له ټولو ستونزو اوبوختياوو سره سره د اتفاق اسلام ورځپاڼې سل کلني نمانځو.
محمد طاهر زهير څرګنده کړه چې ١٠١ کاله مخکې شاه امان الله خان غازي د هېواد د سياسي خپلواکۍ له اعلامولو وروسته فرهنګي کارونه پيل کړل او د١٢٩٩هجري لمريزکال په وږې مياشت کې د اتفاق اسلام ورځپاڼې په خپرونو پيل وکړ .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست وويل: کله چې په افغانستان کې سراج الاخبار د حبيب الله خان په دوره کې په ١٩١١ کال کې په کار پيل وکړ په ډيلي ، سمرقنداو بخارا کې يې مشترکین درلودل او هره خوايې رڼا خپروله او د تزاري روسيې او يو شمېر نورو هېوادونو د اندېښنې سبب شوې وه .
هغه زياته کړه که چېرې دغو بدلونونو تراوسه پورې دوام کړې واى، نو افغانستان به د مطبوعاتو او ورځپاڼو له پلوه نن ښه مقام درلودای.
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست جګړې اوناخوالې د رسنيو د ښه کار اوفعاليت خنډ وباله. ده د ورځپاڼه ليکونکو، خبريالانو، مطبوعاتو او د هېواد د نورو رسنيود کارونو قدرداني وکړه او په دې لاره کې یې پر زيات دقت او هلوځلو ټينګاروکړ.
دغه راز په دغو مراسمو کې د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رييس اريا رووفيان د اتفاق اسلام ورځپاڼې او د افغانستان مطبوعاتو د لومړنى نندارتون په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې چاپي مطبوعاتو د افغانستان په بدلونونوکې ارزښتناک رول درلود.
هغه زياته کړه: په دغه نندارتون کې د افغانستان بېلابېلې خپرونې په تېره بيا هغه خپرونې چې نږدې يوسلو پنځوس کاله لرغونتيا لري، نندارې ته وړاندې شوي دي.
هغه څرګنده کړه چې د دغه نندارتون د جوړولو هدف له يوسلو پنځوس کاله مخکې تراوسه پورې دافغانستان له مطبوعاتو سره بلدتيا ده چې د هېواد نوې نسل او څيړونکو ته د هېواد له تېرو مطبوعاتو سره د بلدتيا اومطالعې وخت برابروي .
د دغو مراسمو په پاى کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير او د دغه وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمدرسول باوري ،د خپرونو چارو معين عبدالمنان شيواي شرق او مالي، اداري اوګرځندوي معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي د هېواد د يوشمېر فعالو اومطرحو ورځپاڼو مسوولينو ته د آزادۍ لوحې ورکړې .
دغه نندارتون د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت په همکارۍ جوړ کړى دى او د دوو ورځو لپاره په وړيا ډول د مينه والو پرمخ پرانستې دی .
کابل/ دوږي ١٥مه /باختر
