هرات کې د خطاطۍ درې ورځیني نندارتون پرانیستلو ترڅنګ د (دیوان دارا) کتاب مخکتنه وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۹:۳۶
..

د هرات ولایت ادبي ټولنې په تالار کې د خواجه محمد اسماعیل(دیوان دارا) کتاب چې د فارسۍ کلاسیک ادب ارزښتمن اثر بلل کېږي، د ګڼ شمېر فرهنګپالانو، شاعرانو او لیکوالانو په حضور کې یې مخکتنه وشوه.
د دې اثر تصحیح کوونکي وویل: د دیوان دارا نوې چاپ شوې بڼه تر ټولو بشپړه او کره نسخه ګڼل کېږي، چې په ۵۰۰ ټوکو کې، په رنګه بڼه او ځانګړې صحافۍ سره چاپ شوې ده. دیوان دارا کتاب ۶۸۷ غزلونه، یوه قطعه او څلور مخمسونه لري چې ټولټال یې د بیتونو شمېر ۴۵۹۵ دی او په دې چاپ کې د شاعر یو شمېر هغه نوي موندل شوي شعرونه هم زیات شوي، چې په پخوانیو نسخو کې موجود نه وو.
د هرات اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو د دې اثر د بیا چاپ هرکلی وکړ او ویې ویل: د بومي‌ شاعرانو د اثارو بیا راژوندي کول د هېواد د فرهنګي میراثونو او ادبي هویت د ساتنې مهمه برخه ده.
د یادونې وړ ده، چې د دې اثر له مخکتنې سره هم مهاله د علامه صلاح‌الدین سلجوقي په تالار کې د خطاطۍ درې ورځینی نندارتون هم پرانیستل شو.
په یاد نندارتون کې د هرات د خطاطۍ د استادانو هغه تابلوګانې، چې د دارا شعرونه پرې لیکل شوي وو، نندارې ته وړاندې شول.

۱۴۴۷/۹/۱ هـ ق

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۲:۵۶
Background image

برگزاری مشاعرهٔ ماهانه در ولسوالی گرم‌سیر

مدیریت اطلاعات و فرهنگ ولسوالی گرم‌سیر مربوط به ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت هلمند مشاعره ماهانه را در حضور شماری زیادی از مردم راه‌اندازی کرد.
در این مشاعره، مولوی محمد ولی محبت به. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

حدود ۲۵ هزار تن در نمایشگاه سه روزهٔ کتاب اشتراک ورزیده بودند

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت خوست با همکاری نهاد علمی و تحقیقاتی کلمات نمایشگاه سه روزهٔ کتاب را برگزار کرده بود. کتاب‌فروشان نیز برای کتاب‌ها ۳۰ درصد تخفیف در نظر گرفته بودند که فرصت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

برگزاری سمینارهای علمی در سه ولسوالی ولایت غزنی

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت غزنی به همکاری آمریت‌های معارف ولسوالی‌های زنخان، رشیدان و خواجه‌عمری سیمینارهای علمی‌یی را با هدف اصلاح فکری جوانان در جریان سه روز گذشته راه‌اندازی کرد.
ری. . .

BACK TO NEWS