د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۷
..

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همغږۍ د رسنیو د ستونزو حل، د خبریالانو ملاتړ او اطلاع رسونې بهیر ښه والي په موخه د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د ولس او نظام ترمنځ د باور، پوهاوي او همغږۍ رامنځته کولو په برخه کې د رسنیو رول مهم وباله او ویې وویل: رسنۍ د ټولنې د فکري ودې، عامه پوهاوي او د حقیقتونو د روښانه کولو مهمه وسیله ده او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبریالانو د ستونزو حل ته ژمن دی.
مسؤلینو زیاته کړه، د خبریالانو لپاره د کاري اسانتیاوو برابرول، اطلاعاتو ته پر وخت لاسرسی او د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ پوره همغږي ساتل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. مسؤلینو له ټولو ویاندویانو څخه وغوښتل چې رسنیو ته پر وخت، دقیق او مسؤولانه معلومات ورکړي.
د ناستې په لړ کې د رسنیو مسؤولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو خپل نظرونه، ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل. ګډونوالو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ډول همغږۍ ناستې جوړول ګټور وبلل او په دوامداره توګه د دا ډول ناستو جوړولو غوښتونکي شول.
د ناستې په پای کې د ګډ کار او دوامدارې همغږۍ پر اهمیت ټینګار وشو او پرېکړه وشوه، چې د رسنیو د ستونزو د حل، د خبریالانو د ملاتړ، او اطلاعاتو ته د اسانه لاسرسي په موخه به ورته ناستې دوام ولري.

۱۴۴۷/۱۱/۲۶ هـ ق

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

ترنم و ترانه‌ها

ریاست ترنم و ترانه‌ها در جریان سال ۱۴۰۴ هجری شمسی، از (۲۰) استودیو در مرکز و ولایات مختلف نظارت و ارزیابی کرده است.
در این مدت،(۵) مشاعرهٔ عنعنوی در ولایت‌های پکتیا، نورستان، زابل،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۶
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی، مسوولان رسانه‌ها و خبرنگاران 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت ارزگان به هماهنگی کمیته مصوونیت خبرنگاران نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی، خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها جهت حل مشکلات خبرنگاران، حمایت آنان و بهبود. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۴
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با مسوولان کتاب‌فروشی‌ها و ناشران 

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت بلخ با شماری از مسوولان کتاب‌فروشی‌ها و ناشران شهر مزارشریف نشست هماهنگی برگزار کردند. در این نشست پیرامون چاپ کتاب، برگزاری نمایشگاه‌های کتاب، تقویت. . .

BACK TO NEWS