د زمري ۲۴مې د نمانځنې په موخه مشورتي غونډه وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۹:۵۲
.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د زمري ۲۴مې (د فتحې) ورځې د غوره نمانځنې په موخه د بېلابیلو ادارو استازو په شتون کې  د ټاکل شوي کمیټې مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د زمري ۲۴مې (د فتحې) ورځې د نمانځنې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ټینګار يې  وکړ، چې دا ورځ باید په شانداره او د ولس په پراخ ګډون سره ونمانځل شي.
وروسته د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي او د کمیټې ټولو غړو په خپل وار سره خبرې وکړې او خپلې رغنده مشورې، نظرونه او وړاندیزونه یې وړاندې کړل.
د کمیټې غړو وویل: د هېواد آزادي د ټول ولس ګډه لاسته راوړنه ده او د دې ورځې نمانځنې څخه موخه راتلونکو نسلونو ته د افغانانو د قربانیو او اتلولیو په اړه معلومات انتقالول دي، ترڅو راتلونکي نسلونه د اشغالګرو ځواکونو په وړاندې د افغانانو د تېر شل کلن جهاد، قربانیو، تکالیفو او اتلولیو څخه باخبره اوسي.
د ناستې په لړ کې پریکړه وشوه، چې راتلونکې غونډې ته باید اړوندې ادارې د زمري۲۴مې د ښه نمانځلو په موخه خپلې کاري برنامې او نوښتونه چمتو او وړاندې کړي.

۱۴۴۸/۱/۸ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۱۱
Background image

برگزاری سیمینار سه‌روزه آموزشی فریلانسینگ (کار آنلاین) در هرات

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت هرات سیمینار سه‌روزه آموزشی در زمینه فریلانسینگ (کار آنلاین) با حضور ۱۵۰ تن از جوانان برگزار کرد.
مسوولان می‌گویند که این برنامه با هدف افزایش مهارت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۰
Background image

برگزاری نشست‌های هماهنگی با خبرنگاران، مسوولان رسانه‌ها و سخن‌گویان ادارات امارتی

مسوولان ریاست‌های اطلاعات و فرهنگ ولایت غزنی و پکتیا نشست‌های هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی، خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها به منظور تقویت ارتباط رسانه‌ها و ادارات امارتی، فراهم کردن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۶
Background image

برگزاری جشنواره عنعنوی توت در ولسوالی کوهبند

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا جشنواره عنعنوی توت را تحت نام (میله عنعنوی توت با شور شعر) با اشتراک شماری از علماء، شاعران، متفذین قومی و صدها تن از باشنده‌گان کاپیسا و ولایت‌های. . .

BACK TO NEWS