په سیاګرد (غوربند) ولسوالۍ کې د کتاب لوستنې یو ورځنی نندارتون ترسره شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۴
..

د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې ولایت د سیاګرد (غوربند) ولسوالۍ اړوند د امام ابو یوسف (رحمه الله) مدرسې په انګړ کې د کتاب یو ورځنی نندارتون ترسره شو، چې پکې د سیاګرد ولسوال، د بېلابېلو ادارو مسؤلینو، علماوو کرامو، سلګونو زده‌کوونکو، طالب‌العلمانو او ځوانانو ګډون کړی و. 
د فرهنګ او ګرځندوی آمر وویل: د دغه نندارتون اساسي موخه په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ پیاوړی کول، کتاب لوستنې ته د ځوانان هڅول او د فرهنګي ارزښتونو ملاتړ دی او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي چې ځوانان د علم لور ته وهڅوي. 
ښاغلي صافي زیاته کړه، چې په راتلونکې کې به هم ورته فرهنګي او علمي پروګرامونه دوام ومومي او له ځوانانو څخه مو غوښتنه ده، چې له کتاب سره خپله مینه او ملګرتیا تلپاتې وساتي.
ورته مهال د سیاګرد ولسوال مولوي عبدالمعروف حقجو د دغه نندارتون د جوړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل: د علم او مطالعې عامول د یوې پرمختللې ټولنې د جوړېدو مهم بنسټ دی. نوموړي ځوانانو ته په خطاب کې وویل: د دین او اسلامي نظام اصولو ته ژمن پاتې شئ، د الله تعالی د رضا او د هېواد د خدمت لپاره تعلیم وکړئ، تر څو د هېواد د روښانه راتلونکي جوړونکي او خدمتګاران شی.
د سیاګرد ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ عمومي مدیر په وینا؛ په دغه نندارتون کې ۵۰۰ ټوکه بېلابېل کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي او ځوانان کولای شي، چې هره ورځ د خپلې اړتیا وړ کتابونه د سیاګرد د عامه کتابتون څخه ترلاسه او مطالعه کړي.
د نندارتون ګډونوالو او یو شمېر ځوانانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د مطالعې دود د پیاوړتیا او د ځوانانو د علمي ودې په موخه دې ورته فرهنګي او علمي پروګرامونه په دوامداره توګه ترسره شي.

۱۴۴۸/۱/۲۱ هـ ق

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۲۰:۹
Background image

افتتاح بازار دایمی نشراتی و فرهنگی ناشران و کتاب‌فروشان در ماشین‌خانه

ریاست نگارش قرآن‌کریم و انتشارات کتب بیهقی معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ بازار دایمی نشراتی و فرهنگی ناشران و کتاب‌فروشان را به منظور حمایت از صنعت نشر و چاپ، معرفی آثار و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴۴
Background image

تجلیل از پنجمین سالگرد استقلال با شور و شوق فراوان و مراسم باشکوه

پنجمین سالگرد استقلال و آزادی کشور (۲۴ اسد، یوم‌الفتح) از سوی رهبران امارت اسلامی، علمای دین، مجاهدین، بزرگان قومی و مردم، با شور و هیجان فراوان و در قالب مراسم باشکوه در تمام ولایات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۸:۳
Background image

برگزاری نشست آنلاین هماهنگی معینان وزارت اطلاعات و فرهنگ با آتشه‌های فرهنگی افغانستان درباره ۲۴ اسد(یوم‌الفتح)

ریاست ارتباط خارجه و آتشه‌های فرهنگی وزارت اطلاعات و فرهنگ نشست آنلاین هماهنگی را میان معینان وزارت اطلاعات و فرهنگ و آتشه‌های فرهنگی افغانستان به منظور تجلیل باشکوه ۲۴ اسد(یوم‌الفتح). . .

BACK TO NEWS